د خیبر پښتونخوا د سکولونو استادانو د غوښتنو لپاره احتجاجي پرلت پيل کړی

پرلت د پېښور په جناح پارک کې ورکړل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د سرکاري پرایمري ښوونځیو د استادانو اتحادیه (اېپټا) په پېښور کې د خپلو غوښتنو لپاره پرلت پیل کړی دی.

د اتحادیې مشر عزیز الله خان د نومبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې استادان په پېښور جناح پارک کې روان پرلت پرلت به تر هغې روان وي چې غوښتنې یې ومنل شي.

هغه وویل چې د کابینې له منظورۍ باوجود د هغوی غوښتنې و نه منل شوې نو ځکه په احتجاج لاس پورې کوي.

خان وویل " نن به په ټوله صوبه کې ۲۶،۰۰۰ پرایمري سکولونه بند وي او په جناح پارک کې به تر یو لاک پورې استادان دهرنا [پرلت] کوي. دا به ترنامعلوم وخته پورې وي او تر هغې به مو هړتال دوام کوي چې زموږ د اپګریډېشن نوټیفکېشن نه وي جاري شوی."

استادان غواړي چې د هغوی د دندو درجې لوړې شي او تنخاګانې یې زیاتې شي. دوی غوښتنه کوي چې په پنشن کې د اصلاحاتو په نوم دې له دوی ټېکسونه نه اخیستل کېږي. د نوو استادانو ګمارنه دې د وړتیا پر اساس وشي. دا راز دوی غواړي چې د رتبو لوړیدو په پروسه کې ځنډ نه وي او د نوو اسانتیاوو او دندو لپاره دې زمینه برابره شي. دوی دا غوښتنه هم کوي چې استادان په دایمي توګه وټاکل شي او د هغوی حقونه دې خوندي شي.

استادان دا هم وایي چې حکومت د ځینو سرکاري سکولونو د شخصي کولو پالیسي جوړوي او دوی د دې مخالفت کوي.

له دې وړاندې هم استادانو د خپلو غوښتنو لپاره وخت په وخت احتجاجونه او لاریونونه کړي دي.

دا هم وګورئ:

د کمیونټي سکولونو استادان وايي حکومت دې ورته تنخا ورکړيسوات کې ځوان استادانو د حقونو لپاره د احتجاج خبرداری ورکړی د خیبر پښتونخوا پوهنتونونه ولې له انتظامي او مالي ستونزو سره مخامخ دي؟صدیقي: د پاکستان د دیني زده کړو ریاست تر ۱۷،۰۰۰ زیاتې مدرسې رجسټر کړې دي

د خیبر پښتونخوا د تعلیم د ادارې د ۲۰۲۳ کال د شمېرې له مخې، په صوبه کې ۳۶ لاکه ماشومان په ابتدايي ښوونځیو کې زده کړې کوي. راپور ښیي چې هر ښوونځي ته شاوخوا ۱۴۴ زده کوونکي ورځي او ۸۰ سلنه ښوونځي ابتدايي دي.

د ادارې د ۲۰۲۴ز کال د جون د میاشتې د شمېرې له مخې، په ۶۶۳۷ سرکاري ښوونځیو کې د برېښنا، پاکو اوبو او نورو اسانتیاوو کمښت دی.

د خیبر پښتونخوا د پرایمري سکولونو د استادانو د احتجاجي ناستې په اړه غبرګون نه دی ښوولی خو له دې مخکې د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر فیصل ترکۍ ویلي ول چې د استادانو د غوښتنو د پوره کولو لپاره یې یوه کمیټه جوړه کړې چې د پینشن په اړه خپلې سپارښتنې ژر تر ژره وړاندې کړي.