د خيبرپښتونخوا حکومت د صوبې د پرایمري سکولونو احتجاج کوونکي استادان له خپلو وظيفو څخه معطل کړي دي.
د صوبې د ابتدایي او مينځني تعلیم څانګې د نومبر پر شپږمه په یوه اعلامیه کې، چې مشال راډيو هم ترلاسه کړې، ویلي چې د هغو ټولو استادانو د معطلولو امر کوي چې په روان احتجاج کې یې برخه اخیستې چې له امله يې د نومبر له پينځمې نېټې راهیسې ښوونځي تړل شوي دي.
دا اعلامیه تر هغې وروسته خپره شوې چې د خيبر پښتونخوا د ابتدايي ښوونځيو ښوونکو د نومبر له پینځمې راهیسې د پېښور په جناح پارک کې احتجاجي پرلت وهلی او غوښتنه کوي چې د نوکریو د مستقلېدو، د رتبو لوړولو(پروموشن) او د کمو تنخاګانو مسله دې يې هواره کړل شي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د صوبې د سرکاري پرایمري سکولونو د اتحادیې (اېپټا) مشر عزیزالله خان د حکومتي اعلامیې په غبرګون کې د نومبر پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې پر دې سربېره به هم استادان احتجاج ته دوام ورکوي.
نوموړي زياته کړه "دا مهال د صوبې ۲۶،۰۰۰ پرایمري سکولونه بند دي. موږ به له خپلو غوښتنو څخه په شا نه شو. زمو معطله کول وړه خبره ده، او موږ به احتجاج جاري ساتو. موږ د تعلیم له محکمې غوښتنه کوو چې پر ځای د دې چې استادان معطله کړي، دوی دې زموږ د غوښتنو په لړ کې خپل کردار ترسره کړي. موږ له دې نه وېرېږو او استادان د دې خبرو پروا نه کوي."
د خیبر پښتونخوا د تعلیم ادارې د ۲۰۲۳ ز کال د شمېرې له مخې، په صوبه کې ۳۶ لاکه ماشومان په ابتدايي ښوونځیو کې زدکړې کوي.