په خیبرپښتونخوا کې یو بل ماشوم پولیو وهلی دی

PAKISTAN-HEALTH-POLIO

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام له مخې په خیبرپښتونخوا کې یو بل ماشوم ګوزڼ وهلی، چې ورسره په ټول هېواد کې د پولیو وایرس له امله د ناروغو ماشومانو شمېر ۴۸ ته رسېدلی.

د پولیو مخنیوي پروګرام د خیبرپښتونخوا څانګې نن (د نومبر پر نهمه) مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې د ډېره اسماعیل خان په درازنده کې دوه نیم کلن ماشوم ګوزڼ وهلی دی. د دې نوې پېښې سره په روان کال کې په خیبرپښتونخوا کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۱۰ ته رسېدلی دی.

په دغو کې درې په ډېره اسماعیل خان، په لکي مروت او کوهاټ کې دوه دوه، او په مومندو، ټانک او نوښار کې د پولیو یو یو کېس رپوټ شوی دی.

پر دې سربېره، سږ کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۲، په سند کې ۱۲ او په پنجاب او اسلام‌اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې، چې له هغې یې څلور ماشومان د خیبرپښتونخوا او دوه د سند اوسېدونکي ول.