د پاکستان مرکزي حکومت د ۲۰۲۵ز کال لپاره خپله حج پاليسي اعلان کړې ده.
د مذهبي چارو وفاقي وزیر چودري سالک حسین د نومبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې راتلونکی کال به ۱۷۹،۲۱۰ پاکستانيان حج ته ولاړ شي.
نوموړي زياته کړه، د حج کوټه نيم په نيمه د حکومتي او شخصي شرکتونو ترمینځ وېشل شوې ده. د مذهبي چارو د وزير په خبره، په حج پاليسۍ کې د “سپانسرشېپ کېټوګوري” هم ساتل شوې چې له مخې به يې حکومت ۵۰،۰۰۰ او شخصي حج ټوور اپرېټران ۳۰،۰۰۰ کسان حج ته لېږدوي.
دا هم وګورئ:
په سعودي عرب کې د حج مناسک د جون پر ۱۴مه پیلېږيد پاکستان حکومت حج ته د تلونکو کسانو لپاره موبايل ايپ جوړ کړید حقونو یوه اداره وايي څه باندې ۱۴،۰۰۰ پاکستانیان بېلابېلو هېوادونو کې بندیان ديسالک حسين زياته کړه چې د حکومتي حج سکیم لګښت به له ۱۰۷۵۰۰۰ څخه تر ۱۱۷۵۰۰۰ پورې او د قربانۍ اضافي لګښت به ۵۵،۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ وي.
نوموړي داراز وويل چې د حج تر حکومتي سکيم لاندې د پيسو لومړنی قسط چې ۲۰۰،۰۰۰ روپۍ دی، باید د حج درخواست جمع کولو پر وخت ورکړل شي. د هغه په وينا، د حج درخواستونو جمع کول به د نومبر له ۱۸مې د ډېسېمبر تر درېيمې پورې دوام وکړي او قرعه اندازي به د ډېسېمبر پر شپږمه کېږي.
پاکستان هر کال له سعودي عربه د حج تر ټولو لوړه کوټه ترلاسه کوي.
په ۲۰۲۳ز کال کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو شاوخوا دوه ميليونه مسلمانانو د حج مراسم ترسره کړي ول چې د پاکستان حکومت په وينا، پکې ۱۷۹ زره پاکستانيان ول.