یونېسېف: په پاکستان کې ککړه هوا د ماشومانو لپاره لوی خطر دی

په لاهور کې یو ماشوم په سایکل ښوونځي ته په لار دی ـ پخوانی انځور.

ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونېسېف د نومبر پر ۱۱مه په خپل یو بیان کې ویلي دي چې په پاکستان کې په ځانګړي ډول د پنجاب په لاهور او ځینو نورو سیمو کې په تېره اونۍ کې د هوا ککړتیا کچه د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د هوا د معیار له ټاکلې کچې ۱۰۰ فیصده زیاته شوې ده.

سازمان ویلي، دا ککړه هوا عام خلک، په ځانګړي ډول له پینځه کلنۍ څخه کم عمره یو اعشاریه یو کروړ ماشومان له خطر سره مخ کوي.

په پاکستان کې هر کال د ژمي په موسم کې سموګ یا د هوا ککړتیا یوه لویه ستونزه جوړوي چې د حکومت او خلکو لپاره جدي اندېښنې راولاړوي.

په پنجاب او نورو سیمو کې له تېرو څو کلونو راهیسې هر کال په ژمي کې د هوا ککړتیا د خلکو روغتیا ته جدي زیان اړوي. د یونېسېف په وینا، د هوا زیاتېدونکې ککړتیا نه یوازې د زیات عمر خلکو، بلکې له پینځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومانو ته هم لوی خطر جوړوي.

دا هم وګورئ:

لاهوریان: ککړې هوا او زیات لوګي مو ورځنی ژوند اغیزمن کړیخیبر پښتونخوا کې د لړې او یخنۍ له وجې د سکولونو رخصتۍ غځول شوي ديد پنجاب حکومت په لاهور کې د مصنوعي باران ازموینه کړې دهپه لاهور کې ککړې هوا زرګونه ماشومان ناجوړه کړي

سموګ یا لوګجنې لړې له بېلابېلو لاملونو لکه د موټرو لوګي، په پټو کې د بوټو سوځول، د کچرې سوځول او د کارخانو لوګي څخه رامنځته کېږي.

په اسلام اباد کې د پاکستان انسټیتيوت آف میډیکل ساینسز د خپرېدونکو ناروغیو څانګې پخوانی مشر ډاکټر ګوهر رحمان وايي، په دې ککړتیا کې لوی لاملونه د موټرو لوګي او په غیرقانوني توګه چلېدونکې کارخانې دي، چې د هوا ککړتیا زیاتوي.

یونېسېف ویلي چې د ریکارډ کچې هوا ککړتیا له کبله په پاکستان کې له پينځه کلنۍ څخه کم عمره ۱۲ سلنه ماشومان د ککړې هوا له امله مړه کېږي.

په اسلام اباد کې د نېشنل انسټیټیوټ آف هیلت (اېن ای اېچ) د ناروغیو د مخنیوي څانګې مشر پروفېسر ډاکټر سعید خان وايي چې د سینې ناروغان، پړسوب لرونکي کسان او ماشومان د دې زهرجنې هوا له امله د جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي. ډاکټر سعید خان وايي چې سموګ د ماشومانو لپاره د ستوني او نمونیا ناروغۍ زیاتوي.

یونېسېف ویلي چې په پنجاب کې د لاهور او ځینو نورو سیمو په لسګونو ماشومان او زیات عمر خلک روغتونونو ته داخل شوي دي.

پوهانو ویلي چې په پنجاب سره پرتې د خیبر پښتونخوا او سیند صوبې ځینې سیمې هم د سموګ له زیاتېدو سره مخ دي او اندېښنه لري چې پهد راتلونکې ژمي کې به هلته هم د لاهور په څېر د هوا ککړتیا ډېره شي.

ډاکټر یعقوب خان، چې په پېښور کې په لېډي رېډنګ هسپتال کې د ماشومانو متخصص دی، وايي چې خلک باید ماسک واغوندي او د ماشومانو لپاره ځانګړی احتیاط وکړي، لکه چې هغوی ته د ویټامن سي لرونکی خوراک ورکړي او له بهر ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

پوهان وايي، حکومت باید له وړاندې د سموګ د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي، غیرقانوني کارخانې وتړي او په ښارونو کې د لوګي خپرولو عوامل کنټرول کړي.

د پنجاب حکومت په ځینو اغېزمنو سیمو کې ښوونځي او پارکونه تر نومبر ۱۵مې او ۱۷مې پورې تړلي دي او په لاهور کې ماسکونه لګول لازمي شوي، او ۵۰ فیصده کارکوونکو ته یې له کوره د کار کولو امر کړی دی.