د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د لړې او یخنۍ له وجې د سکولونو رخصتۍ غځول شوي دي


په لاهور کې یو زده کوونکی په لړه کې سکول ته روان دی ـ پخوانی انځور.
په لاهور کې یو زده کوونکی په لړه کې سکول ته روان دی ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم ادارې د سختې یخنۍ او لړې له کبله د سکولونو چوټۍ (رخصتۍ) یوه اوونۍ نور غځولې دي.

ادارې د جنورۍ پر اوومه په خبرپاڼه کې وویل چې د لومړنیو یا ابتدايي زده کړو تر څلورم ټولګي پورې ښوونځي به د جنورۍ تر ۱۵مې رخصت وي خو تر پینځم پورته ټولګیو زده کوونکي به سکولونو ته ځي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د پینځم او پورته ټولګیو لپاره به ضروري وي چې سهار نهه نیمې بجې ښوونځیو ته ورشي او پر درې نیمې بجې به چوټي کېږي.

دا دویم ځل دی چې د یخنۍ او لړې له کبله د سکولونو د ژمي رخصتۍ غځول کېږي.

په پاکستان کې په وروستیو کې هوا زیاته ککړه شوې ده چې له امله یې په ژمي کې لړه هم ډېره وي.

د هوا د کيفيت معلوموونکې ادارې (اېیر کوالټي لايف انډېکس) او د شېکاګو پوهنتون د انرژۍ پاليسۍ ادارې د ۲۰۲۳ز کال څېړونو له مخې، پاکستان د هوا له پلوه د نړۍ د ککړو هېوادونو په قطار کې پر څلورم نمبر دی.

په پاکستان کې په کارخانو کې په عمومي ډول د تېلو، سکرو او طبیعي ګیس (ګاز) په ګډون داسې شیان سوځول کېږي چې انساني او حیواني صحت ته زیان لرونکي یوشمېر ګیسونه (ګازونه) تولیدوي چې هوا ککړوي.

د پاکستان حکومت وایي، د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره یې یوشمېر اقدامات کړي دي.

XS
SM
MD
LG