د افغانستان په خوست ولایت کې د درې راډیوګانو بندولو په یاد هیواد کې د بیان د ازادۍ په اړه د کورنيو او نړیوالو بنسټونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
په تېرو دوو اوونیو کې د خوست سیمهيیزو چارواکو د درېیو راډیوګانو پر خپرونو د موسیقۍ د خپرولو له کبله بندیز ولګاوه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چارواکو د ژمن راډیو خپرونو ته د دې ژمنې له کولو وروسته د خپرونو اجازه ورکړې چې موسیقي به نهخپروي.
د بېپولې خبریالانو ټولنې په یوه راپور کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور پر وزارت غږ کړی چې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو د حق ځپل دې پای ته ورسوي.
په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست د اکتوبر په ۲۶مه رسنیو ته خبر ورکړی وو چې د موسیقۍ او د ښځو په اواز د خپرونو اجازه نه لري.
دا هم وګورئ: د خبریالانو د خونديتوب ادارې په پاکستان او افغانستان کې د خبریالانو د قاتلينو په نه نيول کېدو خواشيني ښوولېد اکتوبر په ۳۱مه چارواکو د غرغښت راډیو خپرونې له دې اصولو څخه د سرغړونو په تور بندې کړې، خو درې ورځې وروسته یې په دې شرط د خپرونو د بیا پیل اجازه ورکړه چې موسیقي به نه خپروي.
سیمه يیزو چارواکو د نومبر پر شپږمه د لونګ راډیو خپرونې هم په همدې دلیل بندې کړې وې. دا راډیو چې د موسیقۍ د خپرولو ترڅنګ یې د نجونو لپاره د ثانوي او لوړو زده کړو تعلیمي خپرونې هم جوړولې، تر اوسه بنده ده.
"د افغانستان د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې طالبان نه ښه پالیسي لري او نه ښه نیت.عزيز احمد تسل
د کابل پریس کلب مشر او رسنیز فعال عزیز احمد تسل وايي، د افغانستان رسنۍ اوس مهال د طالبانو د استخباراتو له خوا ګواښل کېږي.
نوموړی وايي، "د افغانستان د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې طالبان نه ښه پالیسي لري او نه ښه نیت. له بده مرغه کومه پالیسي چې دوی لري، لکه د ساعت په څېر باید په یوه ډول وګرځي. که یوه درجه هم ښکته او پورته شي بیا د استخباراتو له لوري خبریالان بندیانېږي او رسنۍ یې تړل کېږي."
د تسل په وینا، تازه بېلګه یې د خوست د رسنیو ده چې له نیکه مرغه یوه رسنۍ یې بېرته خلاص شوې ده خپل فعالیت یې پیل کړی.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د خپلې واکمنۍ له ټینګولو سره هم مهاله پر ټولو کورنیو رسنیو په تدریجي ډول خپل واک ټینګ کړی دی او خصوصي رسنۍ هم تقریبا د دولتي رسنیو په څېر اداره کوي.
په وروستیو څو اوونیو کې بېلابېلو کورنیو رسنیو ته هغه تګلارې استول شوي چې، طالبانو یې عملي کول جبري بللي دي.
په دې تګلارو کې یوه دا ده چې هيڅوک به د نظام پر اجراتو نیوکې نه کوي. همداراز دې رسنیو ته په تحلیلي بحثونو کې د ګډون لپاره د ځانګړو شنونکو نومونه ورکړل شوي دي.
د بې پولې خبریالانو د ټولنې د جنوبي اسیا د څانګې مشرې سیلیا میرسي په هغه راپور کې چې د نومبر پر ۱۵مه دې ټولنې خپور کړ ویلي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو بېرحمانه ځپل پیل کړي او ټول خپلواک غږونه یې غلي کړي دي چې په نتیجه کې یې د افغانستان اواز د ویرې له کبله خاموش شوی دی.
مېرمن میرسي وايي، د خوست پر راډیوګانو بندیز هغه وېروونکې نښې نښانې ښيي چې پر سنیو تحمیل شوې ایډیالوژي د پراخېدو په حال کې ده.
د طالبانو حکومت دا تش تورونه بولي چې ګواکې دوی د بیان ازادي او نور بشري حقونه نه مني.