چارواکي وايي چې د خيبر پښتونخوا د بنو په وزير سب ډېوېژن کې ناڅرګنده وسلوالو اووه پوليس سرتېري تښتولي دي.
د بنو پوليسو مشر ضياالدين احمد د نومبر پر ۱۸مه په بنو پرېس کلب کې له خبريالانو سره په خبرو کې د دې پېښې تصديق وکړ او زياته يې کړه چې د لټون عمليات يې پيل کړي دي.
پوليس وايي چې د نومبر پر ۱۸مه ماښام وسلوال د وزير سب ډېوېژن په غريزه سيمه کې په روچه پوليس پوسته ورغلل او پوليس سرتېري يې وتښتول.
تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د پېښې ذمه واري نه ده منلې. تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر میاشت کې پر پوليسو د زیاتېدونکیو وسلوال بريدونو پرضد د بنو، لکي مروت او باجوړ پوليسو پرلتونه وهلي ول. دوی تور پورې کاوه چې پوځ يې په چارو کې مداخله کوي خو پوځ دا خبره نه مني. وروسته له صوبايي حکومت سره تر مذاکراتو وروسته پرلتونه ختم شول.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د بنو ځايي خلکو د وېرې له امله د نومونو نه څرګندولو په شرط د نومبر په ۱۴ مه مشال رېډيو ته ويلي ول چې په سيمه کې يې وسلوال پر سړکونو او بازارونو په سپينه ورځ "ګزمې" کوي او د خلکو "تالاشۍ" اخلي. بلخوا د بنو پولیسو مشر ضیاالدین احمد د وسلوالو له "ښکاره شتون او ګزمو" څخه انکار کړی وو.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د بنو په ګډون د خيبر پښتونخوا د قبايلي ضلعو په ګډون د هغې صوبې په يوشمېر نورو سيمو کې هم د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.
په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.