ټانک کې يوه بله ماشومه ګوزڼ وهلې ده

پاکستان کې يوې ماشومې ته د پوليو وايرس ضد واکسين ورکول کېږي. پخوانی انځور

په پاکستان کې دپولیو مخنیوي پروګرام ويلي چې د خيبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې يوه بله ماشومه ګوزڼ وهلې چې ورسره په دې هېواد کې د پوليو وايرس ښکار شويو ماشومانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.

پاکستان پوليو ايريډيکېشن پروګرام د نومبر پر ۱۹مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د ګوزڼ وهلې ۲۰ مياشتنۍ ماشومه د ټانک د ملازي يونېن کونسل اوسېدونکې ده. د بیان په خبره، دا په روان کال کې په ټانک کې د پوليو دويمه پېښه ده.

پروګرام زیاتوي چې په روان ۲۰۲۴ز کال کې په بلوچستان کې ۲۴، خيبر پښتونخوا کې ۱۱، سيند کې ۱۳، پنجاب او اسلام اباد کې د ګوزڼ یوه، يوه پيښه ثبت شوې ده.

د خيبر پښتونخوا په ۱۱ هغو کې درې په ډېره اسماعيل خان، ټانک، لکي مروت او کوهاټ کې دوه، دوه او مومندو او نوښار کې يوه، يوه پېښه رپورټ شوې ده.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د لسګونو ضلعو په ناپاکه اوبو کې پولیو وایرس موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ګوزڼ وهلې ماشومه وايي ارمان یې دی چې پښو درېدای شوای

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو.