چارواکي وايي، په بنو کې وسلوالو تښتولي ۷ پوليس بېرته خوشي کړي

په بنو کې پر پوليسو په وار وار حملې شوې دي. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د بنو پولیسو مشر ضیاالدین احمد د نومبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د وسله والو لخوا تښتول شوي ۷ پولیس سرتېري بیرته خوشې کړل شوي دي.

د نوموړي په وینا برمته کړل شوي پولیس سرتېري د سیمې د مشرانو د جرګې په درېیمګړیتوب خوشې کړل شوي دي.

خو هغه دا ونه ویل چې دا کسان کومې وسله والې ډلې تښتولي ول خو زیاته یې کړه چې د پولیسو سرتېري له تاوان ورکولو او یا هم د وسلوالو له شرطونو منلو پرته خوشې کړل شوي دي.

کومې وسله والې ډلې هم په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

دا له هغه وروسته ده چې نوموړي د نومبر پر ۱۸مه په بنو پرېس کلب کې له خبريالانو سره په خبرو کې د دې پېښې تصديق کړی وو او زياته کړې يې وه چې د تښتول شویو پوليسو د موندلو لپاره يې د لټون عمليات پيل کړي دي.

هغه ویلي وو چې د نومبر پر ۱۸مه ماښام وسلوال د وزير سب ډېوېژن په غريزه سيمه کې په روچه پوليس پوسته ورغلل او پوليس سرتېري يې وتښتول.

تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر میاشت کې پر پوليسو د زیاتېدونکیو وسلوال بريدونو پرضد د بنو، لکي مروت او باجوړ پوليسو پرلتونه وهلي ول.

دوی تور پورې کاوه چې پوځ يې په چارو کې مداخله کوي خو پوځ دا خبره نه مني. وروسته له صوبايي حکومت سره تر مذاکراتو وروسته پرلتونه ختم شول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بنو کې په زرګونو کسانو د ناامنۍ پرضد احتجاج کړی دی

د بنو ځايي خلکو د وېرې له امله د نومونو نه څرګندولو په شرط د نومبر په ۱۴ مه مشال رېډيو ته ويلي ول چې په سيمه کې يې وسلوال پر سړکونو او بازارونو په سپينه ورځ "ګزمې" کوي او د خلکو "تالاشۍ" اخلي. بلخوا د بنو پولیسو مشر ضیاالدین احمد د وسلوالو له "ښکاره شتون او ګزمو" څخه انکار کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د بنو په ګډون د خيبر پښتونخوا د قبايلي ضلعو په ګډون د هغې صوبې په يوشمېر نورو سيمو کې هم د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.