د خیبر قبايلي ضلعې په لواړګي (لنډي کوتل) کې مزدورانو پر تورخم دروازه د ګنډو (پنډو يا غوټو) پر وړلو د بندیز خلاف احتجاج کړی دی.
د نومبر پر ۲۱مه په هغه احتجاج کې د بشري حقونو فعالانو او د ګوندونو غړو هم برخه اخيستې وه.
احتجاج کوونکو پر حکومت غږ وکړ چې پر تورخم دې د ګنډو پر لېږد بندیز ختم کړي او د مزدورانو د ګټې دا وسيله دې نه بندوي.
د تورخم د مزدورانو اتحادیې مشر فرمان الله شینواري د نومبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل چې د سرحدي ځواک (اېف سي) او ګمرکي چارواکو د بندیز له امله په تورخم کې په سلګونه مزدوران بې روزګاره شوي دي.
بلخوا چارواکي وايي چې بنديز يې د قاچاق د مخنيوي لپاره لګولی دی. په تورخم کې د ګمرکي چارو ادارې یوه چارواکي عمر باچا د نومبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې د ګمرک د نویو قوانینو له مخې، د ځايي مزدورانو په شمول هېچا ته اجازه نه ورکوي چې بې له محصوله د افغانستان او پاکستان ترمينځ شيان ولېږدوي.
خو ځایی مزدروان وايي چې په تېرو وختونو کې د تورخم دواړو خواوو پرتو قبایلو اجازه لرله چې د وړو تجارتي ګنډو کاروبار وکړي.
د پاکستان حکومت له څه باندې یو کال راهیسې له افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره قانوني سفري اسناد لرل لازمي کړي او د سوداګرۍ په برخه کې یې هم یوشمېر مقررات او محدودیتونه نافذ (لاګو) کړي دي.