د پاکستان حکومت د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون یو شمېر ښارونو کې د قانون ۱۴۴مه دفعې په لګولو سره پرغونډو بندیز لګولی دی.
د اسلام اباد پولیسو په هغه ښار کې دفعه ۱۴۴ لګولې ده. پولیسو د نومبر پر ۲۳مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ښار د امنیت خوندي ساتلو په غرض یې دغه ګام پورته کړی دی.
بلخوا د پاکستان لویو سړکونو ادارې (نیشنل های وې اتارټي این ایچ اې) د نومبر پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي چې هم د تېرې شپې له اتو بجو به د پېښور او اسلام اباد موټروې په ګډون اسلام اباد ته تلونکي ټول سړکونه تر دویم اعلانه بند وي.
د پنجاب صوبې د کورنیو چارو وزارت هم د نومبر پر ۲۲مه په یوه خپور شوي بیان کې ویلي چې د راولپنډۍ په ګډون به د هغې صوبې په لویو ښارونو کې د نومبر له ۲۳مې د نومبر تر ۲۵م دفعه ۱۴۴ نافذه وي او پر سیاسي غونډو او مظاهرو به بندیز وي.
په کوټه کې هم د ۱۵ ورځو لپاره د بندیز دفعه ۱۴۴ عملي شوې ده. حکومت وایي، د دې اقدام هدف یې په سیمه کې امنیت ټینګول دي.
په اسلام اباد کې تعلیمي ادارې هم بندې کړل شوې او زده کونکیو ته د نومبر پر ۲۲مه ویل شوي چې هاسټلونه دې خالي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل مشر عمران خان د خوشې کولو لپاره د نومبر پر ۲۴مه په اسلامآباد کې د احتجاج اعلان کړی دی.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ ویلي، "د دې احتجاج هدف ګډوډي او فساد جوړول دي. د اسلامآباد هايکورټ هم د هر ډول احتجاج او پرلت نه کولو حکم کړی دی، او دوی به د عدالت حکم عملي کوي."
دا هم وګورئ:
پي ټي ای د عمران خان د خوشې کولو لپاره په صوابۍ کې احتجاجي جلسه کړېد پنجاب پوليسو د تحریک انصاف مشران خوشې کړي ديد تحریک انصاف مشران وايي پوځ دې سیاست کې مداخلې پر ځای امنیت وساتيتحریک انصاف وايي ګنډه پور به اسلام اباد ته د تلونکي لاریون مشري کويد ټرانسپورټ اتحادیې شکایتونه:
هلته په کراچۍ کې د مال وړونکو ګاډو اتحادیې (ال پاکستان ګوډز ټرانسپورټ ایسوسي اېشن) مشران وايي، د نومبر د ۱۹مې راهیسې یې ۸۰۰۰ ګاډي او کانټینرونه په اسلامآباد او پنجاب کې نیول شوي دي. دوی وایي هغه کانټینرونه حکومت په لارو کې درولي تر څو سړکونه پرې وتړي.
د اتحادیې مشر فضل منان جدون مشال راډیو ته وویل، دغه کانټینرونه د سامانونو ډک دي، او هم له دې امله دوی ته اربونو روپیو زیان رسېدلی دی.
د ال پاکستان ګوډز ټرانسپورټ ایسوسي اېشن مشر امداد حسین وايي، د نیول شویو کانټینرونو ډیری هغه دي چې بهرنیو هېوادونو ته روان وو یا یې سامان کراچۍ بندر ته لېږدول. هغه وویل، د هر کانټینر ورځنی لګښت شاوخوا ۵۰ زره روپۍ کېږي او د شپېنګ کمپنۍ په هر کانټینر ۲۰۰ ډالر جرمانه لګوي، چې له امله یې ټرانسپورټرانو او واردوونکو ته په کروړونو روپیو زیان رسېږي.
امداد حسین د حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دې ستونزې دایمي حل پیدا کړي او بیا بیا د کانټینرونو نیول بند کړي. هغه زیاته کړه چې دوی څو ورځې هڅه وکړه چې د کورنیو چارو د وفاقي وزیر محسن نقوي سره وګوري او خپلې ستونزې ورته بیان کړي، خو تر اوسه یې ملاقات نه دی شوی.
په همدې حال کې د اتحادیې بل غړي عبدالستار ترین وویل، د جلسو، جلوسونو او لانګ مارچونو په جریان کې حکومت یوازې د کانټینرونو نیول یوازینۍ حل لاره ګڼي، چې له امله یې ټرانسپورټرانو ته هر ځل زیان رسېږي. هغه زیاته کړه چې هرځل د کانټینرونو نیولو له امله سامان په وخت نه رسېږي، خرابېږي او تاوان یې ټرانسپورټرانو ته کېږي.
حکومتي دریځ:
د مرکزي حکومت وزیرانو ویلي چې دا ګامونه یې د احتجاج د پرامنه کولو او امنیت ساتلو لپاره اخیستي دي. د دوی په وینا، د تحریک انصاف احتجاج ممکن تاوتریخوالي ته لار هواره کړي، نو له همدې امله اسلامآباد او د پنجاب ځینې لارې بندول ضروري دي.
عمران خان په ۲۰۲۳ز کال کې لومړی د مې پر نهمه د القادر ټرسټ قضیې او بیا د اګست پر پینځمه د توشه خانې قضیې په تړاو ونیول شو. د هغه نیول کېدو په پاکستان کې پراخ احتجاجونه راوپارول. سترې محکمې د مې په ۱۱مه د هغه نیول ناقانونه وبلل، خو وروسته په نورو قضیو کې هغه بندي شو. خان د خوشې کېدو لپاره تحریک انصاف بیا احتجاجونه او جلسې کړي دي.