په مردان کې وسلوالو یو نرښځی وژلی دی

په پېښور کې نرښځیان د تشدد او بریدونو پرضد مظاهره کوي - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا په مردان کې پوليس وايي چې د نومبر پر ۲۷مه نېټه وسلوالو يو نرښځی وژلی دی.

د مردان پارهوتي تاڼې يوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نومبر پر ۲۸مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې د سلمان په نوم يو ۲۵ کلن نرښځی د نهر په سيمه کې په خپل کور کې وو چې وسلوال ورغلل او و یې ویشت.

هغه زیاته کړه چې بریدګر د پېښې له ځای څخه تښتېدلي دي چې پرضد يې مقدمه دایره کړې او پلټنې يې پیل کړې دي. په مردان کې تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۴ز کال اکتوبر میاشت هم دوه نرښځیان وژل شوي ول.

دا هم وګورئ:

په خیبر پښتونخوا کې نرښځیان ولې په نخښه کېږي؟ په مردان کې دوه نرښځیان وژل شوي دينرښځیان: زموږ د خوندیتوب پر قانون دې سیاست نه کېږي

تر دې مخکې د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې هم يوشمېر نرښځيان وژل شوي چې پرضد يې هغوی او د حقونو فعالانو په وار وار احتجاجونه کړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ټرانسجېنډر الاینس په نوم د نرښځيانو د حقونو لپاره د کارکوونکي ناحکومتي سازمان مرستیالې مشرې ماهي ګلې په اکتوبر کې وویل چې د هغوی د ټولو کړيو شمېرو له مخې، له ۲۰۰۹ز کال څخه تر ۲۰۲۴ز کال پورې په هغه صوبه کې تر ۱۲۰ زیات نرښځيان وژل شوي دي، خو تر اوسه يې "هېڅ عامل" ته سزا نه ده ورکړل شوې.

خو د خیبر پښتونخوا حکومت او پولیس وايي چې د نرښځيانو امنیت ته ژمن دي. د صوبې پولیسو د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې ويلي ول چې په تاڼو کې یې د نرښځیانو د ستونزو هواري لپاره د جلا څانګې پرانیستو پرېکړه کړې ده.