د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مردان کې دوه نرښځیان وژل شوي دي


په پاکستان کې نرښځیانو په تېرو کلونو کې په بیا بیا د امنیت غوښتنې لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې نرښځیانو په تېرو کلونو کې په بیا بیا د امنیت غوښتنې لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا په مردان کې ناپېژندليو کسانو دوه نرښځيان وژلي دي.

د مردان د پوليسو وياند محمد فهيم د اکتوبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې دغه نرښځيان په خپله دېره کې موجود ول چې لومړی يو کس ورغلی او خبرې يې ورسره تندې شوې دي چې بيا وروسته دوه نور کسان ورغلي او پر نرښځيانو يې بريد کړی او هغوی يې د چړو په ګوزارونو وژلي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې بريدګر څوک ول خو پولیس وايي پلټنې یې پیل کړې دي او په برید کې د ککړو کسانو په لټه کې دي. فهيم د مردان د پوليسو مشر ظهور بابر اپرېدي له خولې ويلي دي چې په پېښه کې تورن کسان به ژر ونيسي.

تر دې وړاندې هم په خيبر پښتونخوا کې يوشمېر نرښځيان وژل شوي چې پرضد يې نرښځيانو په وار وار احتجاجونه هم کړي دي.

نرښځیانو د خپل امنیت او حقونو لپاره احتجاج کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00

په خیبر پښتونخوا کې د ټرانسجېنډر الاینس په نوم د نرښځيانو د حقونو لپاره د کارکوونکي غيرحکومتي سازمان مرستیالې مشرې ماهي ګلې ويلي چې د هغوی د راټولو کړيو شمېرو له مخې، له ۲۰۰۹ز کال څخه تر ۲۰۲۴ز کال پورې په هغه صوبه کې ۱۲۲ نرښځيان وژل شوي دي، خو تر اوسه يې هيڅ عامل ته سزا نه ده ورکړل شوې.

خو د خیبر پښتونخوا حکومت او پولیس وايي چې د نرښځيو امنیت ته ژمن دي. د صوبې پولیسو د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې وویل چې په تاڼو کې یې د نرښځیانو د ستونزو هواري لپاره د جلا څانګې پرانیستو پرېکړه کړې ده.

په ۲۰۱۸ز کال کې په پاکستان کې د نرښځیو د حقونو او ساتنې قانون جوړ شو چې پکې دولت هغوی ته د تعلیم، وراثت او ملازمت په شمول د ټولو اساسي حقونو ورکولو ضمانت ورکړی دی خو پر دې سربېره د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې وخت په وخت پر نرښځیانو حملې او تشدد کېږي او ورسره توپیر پالل کېږي.

په هغه قانون کې دا هم راغلي ول چې نرښځيان د طبي بورډ له معاینې پرته په شناختي کارډونو او نور قانوني اسنادو کې د خپل جنس ټاکلو حق لري.

خو په ۲۰۲۳ز کال کې وفاقي شرعي عدالت د نرښځيانو لپاره په شناختي کارډونو کې په خپله خوښه د جنس ټاکلو اجازه ناقانونه کار وباله. تر هغې وروسته حکومت د قانون پر یوشمېر برخو عمل ودراوه.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG