د خیبر پښتونخوا حکومت په اسلام اباد کې پر مظاهرچيانو د 'تشدد' په غبرګون کې ۳ ورځنی وير اعلان کړی

پولیس د نومبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې د تحریک انصاف پر احتجاج کونکو اوښلن ګېس کاروي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د احتجاجیانو د منتشرولو پر مهال د "امنیتي ځواکونو په تشدد" کې د مرګژوبلې پر سر له ننه (د نومبر له ۲۹م) درې ورځنی ویر اعلان کړی دی.

دا اعلان بیګا (د نومبر پر ۲۸مه) د قانوني چارو صوبايي وزیر افتاب عالم اپرېدي د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ په بیړنۍ غونډه کې وکړ. تحریک انصاف لومړی د نومبر ۲۶مې په تاوتریخوالي کې د اتو کسانو د مړینې خبر ورکړی وو خو اوس وايي چې د وژل شویو او ژوبلو شمېر تر دې زیات دی البته کره ارقام یې نه دي ورکړي.

هغه ګوند امنیتي ځواکونه او پولیس تورنوي چې پر غړو او پلویانو یې ډزې او تشدد کړی دی خو وفاقي حکومت دا تور ردوي او دعوه کوي چې مظاهرچیانو پر امنیتي ځواکونو حملې کړې دي چې پکې د یو پولیس په ګډون څلور سرتېري ووژل شول. د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي د تحریک انصاف د غړو او پلویانو پرضد کاروايي "ریاستي ظلم او جبر" وباله او غونډه یې تر نن ماخوستن اووه بجو پورې وځنډوله.

دا په داسې حال کې ده چې پولیس وايي، په اسلام اباد کې یې د "ناقانونه احتجاج" او له پولیسو سره د "نښتو" په تور د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) تر ۹۵۰ زیات غړي او پلویان نیولي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې پولیسو او امنیتي ځواکونو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال له خیبر پښتونخوا څخه اسلام اباد ته ورغلي مظاهرچیان تیت و پرک کړل.

دا هم وګورئ:

محمود خان اڅکزی: سپريم کورټ دې په اسلام اباد کې پر مظاهرچیانو د تشدد نوټس واخليشنونکي: د کورمې غم نه خوړل او د اسلام اباد احتجاج ته تګ ډېره د فکر خبره دهپولیس وايي د تحریک انصاف د احتجاج پر مهال یې د ۵۶ افغانانو په ګډون ۹۵۴ تنه نیولي ديد تحریک انصاف تر احتجاج وروسته اسلام اباد کې وضعیت عادي شوی

د پي ټی ای پلويانو د عمران خان د خوشې کولو لپاره د نومبر پر ۲۴مه احتجاج پيل کړ او د نومبر پر ۲۶مه د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير علي امين ګنډه پور او د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي په مشرۍ زرګونه احتجاجیان اسلام اباد ته داخل شول او د جمهوریت څلورلارې (ډېموکراسي یا ډي چوک) ته يې ځان ورساوه.

په جمهوريت څلورلاره کې د پاکستان د پارلېمان او سپريم کورټ يا ستر عدالت ودانۍ او يوشمېر نور مهم دفترونه دي او حکومت هغې ساحې ته تلونکې لارې په کنټېنرو تړلې وې.

وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اسلام اباد امنيت پوځ ته وسپاره. د نومبر پر ۲۶مه مازيګر مهال پوځ او پوليسو د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل او هغوی يې له ډي چوک څخه په شا وتمبول. پولیسو په هغه ځای کې د مظاهرچیانو پر ضد اوښلن ګيس هم وکاراوه.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د نومبر پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د خبري غونډې پر مهال حکومتي کاروايي وغندله او دا یې د "سوله ییزو مظاهرچیانو ځپل" وبلل.

د بخښنې نړيوال سازمان (ايمنسټي انټرنیشنل) د نومبر پر ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې د پاکستان پر حکومت د مظاهرچيانو پر ضد د تشدد کولو پر سر نيوکه کړې ده.

هغه سازمان ويلي دي چې مظاهرې د هر چا "حق" دی او باید حکومت له تاوتريخوالي او تشدد څخه "ډډه" وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه نیول شوی وو، خو سپريم کورټ د هغه ګرفتاري غیر قانوني ګرځولو وروسته نوموړی خوشې کړی وو.

تر هغه وروسته عمران خان د همهغه کال په اګست مياشت کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډياله زندان کې بندي دی.

وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.

عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي انګېزه لري.