پوليس او ځايي خلک وايي چې د خیبر پښتونخوا په جانيخېلو (ځونيخېلو) کې د مارټر یا هاوان مرمیو په چاودنو کې درې ماشومان وژل شوي دي.
دوی مشال راډيو ته وويل چې د ډېسېمبر پر دويمه د سين تنګۍ سيمې په خوړ کې ماشومانو لوبې کولې چې دا مهال هلته د مارټر پرتې ګولې وچاودېدې.
په وژل شویو کې دوه وروڼه او یو بل د مدرسې زده کوونکی دي.
په جانيخېلو او په خيبر پښتونخوا کې ضم شوو سيمو کې د وسلوالو او پوځ ترمینځ د نښتو پر مهال دواړو غاړو مارټر يا هاوان مرمیو استعمالولو ته دوام ورکړی دی چې پکې ځینې ونه چاودي او وروسته ولسي وګړو ته مرګژوبله واړوي.
دا هم وګورئ: د بکاخېلو په عملیاتو کې خلکو ته د اوښتي زیانونو پرضد احتجاج دوام لريد نومبر پر شپږمه هم د خیبر ضلعې د تیرا په بوټان شریف کې امنیتي ځواکونو په ولسي ځایونو توغندي او د هاوان ګولې توغولې وې چې پکې دوه ماشومان وژل شوي او دوه ټپیان شوي ول.
تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۲۱مه هم په پير مېله (پير مېنه) سيمه کې لومړی د پاکستان پوځ د لویو ډرون کېمرو پروازونه وکړل او بیا یې مارټر يا د هاوان مرمۍ وتوغولې.
د هغه په پایله کې تر ۱۰ زيات ماشومان او يوشمېر لويان ژوبل شول. ځينو کسانو هغه ډرون بريد بللی وو خو شواهد يې نه ول وړاندې کړي.
دا هم وګورئ: په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ ډزبندي شوې دهد خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ د ماينونو او چاودېدونکو موادو د پاکولو د غوښتنې لپاره په وار وار احتجاجونه کړي دي.
حکومتي او امنیتي چارواکو زیاتره وخت له داسې احتجاج کوونکو سره په خبرو اترو کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې بیا به داسې نه کېږي خو پر هغه سربېره د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړې پر مهال د هاوان مرمیو ویشتل کېدو په نتیجه کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.