د بخښنې نړیوال سازمان (اېمنسټی انټرنېشنل) د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه پر خېله اېکس پاڼه ليکلي، له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دوی د افغان ښځو پر زده کړو له بندیزه نیولې د غږ تر ممنوعیت پورې د ټولو ننګونو پر وړاندې مبارزه کړې او پیاوړې درېدلې دي.
په دغه پیغام کې د هغه طوماریا غوښتنلیک یادونه هم شوې چې هدف یې د افغان ښځو ملاتړ او د نړیوالې ټولنې لخو پر طالبانو د فشار راوړل دي.
په بیان کې غوښتنه شوې چې د افغان ښځو پر وړاندې د زور زیاتي او تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره پر غوښتنلیک انلاین لاسليکونه وشي چې تر مخې يې نړیواله ټولنه اړه شي چې د خبرو او پيغامونو پر ځای رغنده اقدامات وکړي.
سازمان ټینګار کړی چې د یوه میکانیزم له مخې د بشري حقونو د ټولو سرغړونو په خاطر له طالبانو پوښتنه وشي او نړیواله ټولنه له هرې ممکنې لارې پر طالبانو فشار راوړي.
طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر۱۵مه په زور پر افغانستان واکمن شوي وو او له هغه راهیسې یې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي او د زدهکړو، کار او سیاسي او ټولنیز فعالیتونو په ګډون یې د هغوی يو شمېر حقونه تروړلي دي.
د نړۍ یوه هیواد هم تر اوس د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
دا هم وګورئ: کرن ډیکر: طالبان که ملاتړ او مشروعیت غواړي نو دې له خپلو خلکو سره اړیکې ښې کړي.د امریکا په ګډون یو شمېر هیوادنو وخت پر وخت پر طالبانو غږ کړی چې که له نړۍ په رسمیت پېژندل غواړي نو دې د مېرمنو د حقونو په شمول ټول بشري حقونه ومني.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډېکارلو د طالبانو له خوا له بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ۲۰۲۴م کال د سېپټېمبر پر ۲۳مه ویلي وو چې، " په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف نوی قانون د دوحې پروسه له مينځه وړلو له خطر سره مخامخ کوي."
خو د طالبانو د حکومت چارواکي دعوه کوي چې د دوی د تشريح شوي (اسلامي شريعت) تر مخې يې د افغان ښځو حقونه خوندي کړي دي. دا هغه دعوه ده چې نړیوالو، د بشري او ښځو د حقونو دفاع کوونکي او افغان ښځې يې نه مني.