د پښتون قامي جرګې استازي د شخړې د حل لپاره کورمي ته تللي

دا د پښتون قامي عدالت په نوم د جرګې انځور دی. پخوانی تصوير

د پښتون قامي عدالت يا لویې جرګې استازي د شيعه او سني وګړيو ترمينځ د شخړې د حل لپاره کورمې ته روان شوي دي.

د جرګې يوه غړي مفتي کفايت الله د ډېسمېبر پر درېيمه پر فیسبوک خپره کړې ويډيو کې له کوهاټ څخه کورمې ته تر راوانېدو وړاندې ويلي چې د کورمې له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره به ناستې کوي او هلته به د جګړې د مخنيوي لپاره به پر دايمي حللارو خبرې ورسره کوي.

په دې پلاوي کې د پښتون قامي جرګې يوشمېر غړي شامل دي.

بلخوا په کوهاټ کې د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کريم کونډي په مشرۍ د بېلابېلو سیاسي ګوندونو استازو هم د کورمې د حالاتو په اړه جرګه کړې ده. د دیسمبر پر دويمه په دې جرګه کې د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ميا افتخار حسین وويل چې حکومت بايد په غيرجانبدارانه ډول د کورمې مسله حل کړي.

په کورمه کې د شيعه او سني وګړيو ترمينځ د ځمکو د ملکيت پر سر پيل شوې شخړې اکثره وخت په فرقه ییزو نښتو واوړي چې په تېرو پينځوو مياشتو کې یې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د نومبر په مياشت کې د نښتو په مهال له ۱۲۴ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ژوبل شوي ول.

د دیسمبر پر لومړۍ نېټه، د خیبر پښتونخوا حکومت په منځګړتوب د کورمې انتظامیې د شيعه ګانو او سنيانوترمينځ د اوربندۍ اعلان وکړ. چارواکو وويل چې دواړه غاړو خپلې مورچې اېف سي ځواک ته سپارلي دي.

په سيمه کې بازارونه او تعلیمی ادارې بېرته خلاصې شوې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاړه چینار بازار کې کاروباري هلې ځلې بحالې شوې دي

په کورمه کې تازه نښتې تر هغې وروسته پیل شوې چې وسلوالو د نومبر پر ۲۱مه په مندوريو او ډډ کمر کې له شيعه مېشتې پاړه چيناره پېښور ته د پوليسو په بدرګه کې د مساپرو د ګاډو پر قافلې برید وکړ چې پکې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول.

تر هغه وروسته، د نومبر پر ۲۲مه په سني مېشتې بګن سيمه کې وسلوالو د ځايي ولس سلګونه کورونه او دوکانونه وسوځول او ځينې کسان يې يرغمل کړل. پر هم هغه شپه په بګن سيمه کې د نښتو پر مهال ۲۵ کسان ووژل شول.

په سیمه کې د فرقه ییزو نښتو له پیل راهیسې ۷۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ ژوبل دي. په دې توګه د نومبر ۲۱مې په برید او نښتو کې د وژل شویو ټول شمېر ۱۲۴ تنو ته رسېدلی دی.

تر هغې وروسته د کورمې انتظامي مشر جاوېد الله مسید د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې دواړو لوریو د نښتو پر درولو موافقه کړې ده.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.