په اسلام اباد کې د نيول شويو پښتنو وکيلې او د بشري حقونو فعالې ايمان مزاري وايي چې د نومبر له ۲۴مې وروسته تر ۳۰۰ زیات کسان نيول شوي چې زیاتره يې پښتانه دي.
هغې د ډېسېمبر پر درېيمه مشال راډيو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په ۳۴۷ نيول شويو کسانو کې ګڼ پښتانه او افغان کډوال دي. نوموړې پر پولیسو تور پورې کړ چې هغوی يوازې پښتانه او افغانان نيسي چې ډېری یې له کورونو څخه ګرفتار شوي دي.
هغې زیاته کړه چې خلک د شناختي کارډونو او مهاجر کارډونو تر کتلو ووروسته ګرفتارېږي چې په وينا يې "ښکاره تعصب" دی.
هغې وویل:"دا ټول ۳۴۷ کسان دي چې د ډېسېمبر پر دویمه عدالت ته وړاندې شوي وو. په دغو کې اکثریت پښتانه دي او ځینې افغانان هم پکې دي. په دې کسانو کې دوه د رېړیو چلونکي ول چې موږ د هغوی ضمانت وکړ، خو پاتې نور د پېژندنې لپاره اډیاله زندان ته استول شوي دي."
مزارۍ دا تور هم پورې کړ چې له عدالت څخه بهر، چې د دې نیول شویو کسانو کوم خپلوان یا ګاونډیان ورغلي ول پولیسو د هغوی شناختي کارډونه او د خبرو لهجې معلومولې، په بیا بیا به یې د خلکو څهرې ارځولې او ځوانان به یې له سپین ږيرو څخه بېلول او بیا به یې ځینې کسان په شخصي ګاډو کې له ځان سره بیول. د دې په خبره، یوازې دا نه چې پښتانه نیول شوي، بلکې هغوی د نیول شویو کسانو پوښتنې له ورغلي هم ګرفتار شوي چې د مزارۍ په خبره، ورسره توپیري چلند هم شوی دی
خو د اسلام اباد د پولیسو ویاند جواد احمد د ایمان مزارۍ تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په پلازمېنه کې د پولیسو لخوا له هېچا سره توپيري چلند نه کېږي.
نوموړي د ډېسېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل: "دا بالکل صحیح خبره نه ده، خو په ټولنیزه میډیا څوک دا تورونه لګوي، نو په دې اړه زه څه نه شم ویلای. درې ورځې مخکې د اسلام اباد د پولیسو مشر ویلي ول چې موږ د تحریک انصاف د احتجاجي لاریون څخه ۳۷ افغانان نیولي وو، او د دې نورو نیول شویو کسانو په اړه تفصیل اوس له موږ سره نه شته."
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۶مه په اسلاماباد کې د پاکستان تحریک انصاف د احتجاجي لاریون پر مهال د داخله او اطلاعاتو وفاقي وزیرانو دعوه کړې وه چې د لاریون څخه یې افغانان او داسې پښتانه نیولي دي چې په تشدد کې ملوث وو. خو د ایمان مزاري په خبره، دا ټول ۳۴۷ افغانان او پښتانه د لاریون برخه نه وو، بلکې پولیسو دا کسان د خپل د کار له ځایونو او کورونو څخه نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تحريک انصاف د عمران خان په امر په اسلام اباد کې احتجاج کاوه چې د نومبر ۲۶مه په شپه پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو د دوی پر ضد عمليات وکړل چې پکې يې يوشمير ونيول او نور يې له اسلام اباد څخه وشړل۔
دا هم وګورئ:
د خیبر پښتونخوا حکومت په اسلام اباد کې پر مظاهرچيانو د 'تشدد' په غبرګون کې ۳ ورځنی وير اعلان کړی محمود خان اڅکزی: سپريم کورټ دې په اسلام اباد کې پر مظاهرچیانو د تشدد نوټس واخليیو اېن اېچ سي ار له پاکستانه د افغان پناه غوښتونکو د خوندیتوب غوښتنه کړېبلخوا عوامي نېشنل ګوند خبرداری ورکړی چې که د پاکستان وفاقي حکومت په اسلام اباد کې د پښتنو نيول بس نه کړي نو دوی به مظاهرې پيل کړي. د هغه ګوند وياند، احسان الله خان د ډېیسېمبر پر دويمه پر اېکس خپاره کړي بیان کې ويلي چې "حکومت دې له پښتنو سره ناروا سلوک بس کړي".
د نومبر پر ۲۵مه د کورنيوو چارو وزير محسن نقوي دعوه کړې وه چې د تحريک انصاف مظاهرچيانو له پولیسو سره نښتې کړې چې پکې څلور امنيتي سرتېري وژل شوي نو ځکه د سلګونو کسانو پر ضد مقدمې جوړې شوې دي.
خو د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړيو د ډېسېمبر پر دويمه د بحث پر وخت دعوه کړې چې د اسلام اباد د احتجاج په وخت له ۱۲ زيات کسان وژل شوي دي. خو وفاقي حکومت دا خبره ردوي.
نقوي دا هم ويلي وو چې افغان وګړي باید اسلام اباد ته د ننوتلو لپاره ځانګړې اجازتنامه ولري. په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت د نقوي خبرې غندلې. هغه سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې له افغانانو سره دې تبعیضي چلند نه کېږي.