د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د طوريخېل قبیلې مشرانو په یوه خبري غونډه کې له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی په خاوره کې موجود قدرتي وسایلو لپاره دې د دوی خپله کمیټه وټاکي.
د طوريخیلو مشرانو د ډېسېمبر پر شپږمه په میرامشا پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې د وزیرستان په ۱۰ تحصیلونو کې دوی په پینځو تحصیلونو کې میشت دي. د دوی په وینا، زیاتره معدنیات د دوی په تحصیلونو کې موجود دي چې هلته پروژې روانې دي.
خو د دوی په وینا، حکومت چې د معدنیاتو لپاره کومه کمیټه د شمالي وزیرستان په کچه جوړه کړې، هغه نه مني. د هر تحصیل خپله کمیټه دې وټاکل شي.
صوبایي حکومت په شمالي وزیرستان کې د معدنیاتو لپاره ۲۰ کسیزه کمیټه جوړه کړې چې پکې نهه مشران د شمالي وزیرستان او نور د حکومتي ضلعي ادارې او پوځ مشران دي.
په خبري غونډه کې د طوريخېل یو مشر ملک عمران وویل " طوريخېلو کلونه وړاندې له حکومت سره د معدنیاتو راویستلو او ځايي خلکو ته د مراعاتو په اړه معاهدې کړې وې. نن حکومت څنګه نوې کمیټې جوړوي؟ معدنیات چې په کوم تحصیل کې راوځي، د هغې سیمې خلکو ته دې مراعات ورکړل شي. بل دا چې د روانو پروژو څخه چې کوم کسان لرې کړل شوي دي، هغوی دې ژر بحال کړل شي."
دا هم وګورئ:
د شمالي وزیرستان طوريخېل وايي، د خپلو قدرتي وسایلو پر اېستل کېدو مطمین نه ديد وزیرستان اوسېدونکو د تېلو او ګیس کمېشن کې د استازیتوب غوښتنه کړېد شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي پر ګیس لومړی حق د ځايي ولس دید شمالي وزیرستان په شوه سیمه کې د ګېسو زېرمه موندل شوې دهد شمالي وزیرستان په شوه او سپینوام کې د تېلو او ګیسو زېرمې په وروستیو کلونو کې موندل شوې دي. حکومت تراوسه د دې کره اندازه نه ده ښوولې، خو په شوه کې د ماړي پېټرولیيم کمپني لمېټډ (اېم پي سي اېل) په نامه شرکت په ۲۰۲۲ز کال کې د ګیسو لویې زېرمې وموندلې او د استخراج چارې یې پیل کړې.
د ۲۰۲۴ز کال په مارچ میاشت کې راپورونه ښیي چې د شوې ۱ او شوې ۲ له کوهیانو څخه ګیس د پاکستان د ګیسو ملي شبکې ته لېږدول کېږي چې دا د پاکستان د ګیسو په مجموعي اړتیاوو کې یوه برخه پوره کوي.
ماړي پېټرولییم شرکت وايي چې هلته یې د ګیس پاکولو په کارخانه کې ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده، شرکت وایي د ګیس پایپ لاین چارې یې تر پنجاب صوبې بشپړې کړي دي. خو د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې پر ګیس لومړی حق د ځايي ولس دی.
د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر، محمد یوسف کریم، مشال راډیو ته ویلي چې هلته د تېلو، ګاز، مسو او نورو پروژو کې ځايي خلکو ته پوره مراعات ورکړل شوي دي. اوس حکومت د شمالي وزیرستان په کچه یوه کمیټه ټاکلې ده، خو په هغو سیمو کې چې معدنیات شتون لري او پروژې روانې دي، د خلکو شکایتونه لرې کولو لپاره به له دوی سره ناستې کېږي، او دغه مشران به مطمین کړي.
د طوریخېلو مشرانو په خپله سیمه کې د قدرتي وسایلو په اړه دا غونډه او غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په دې اړه تود بحث روان دی. د اکتوبر پر ۱۱مه په پښتون قامي جرګه کې هم د پښتنو په سیمه کې د موجود شتمنیو تفصیل وړاندې شوی وو او د دې واک د سیمې خلکو ته د سپارلو غوښتنه شوې وه.
د دې وروسته د پاکستان د پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري د نومبر پر ۱۲مه د خيبر پښتونخوا په کواټ کې د یو زده کوونکي د پوښتنې په ځواب کې وويل چې پي ټي اېم د کومو وسايلو خبره کوي، هغه د پښتنو په سیمو کې نه دي بلکې د پاکستان خپلې منابع دي چې نه پښتنو ته په میراث کې پاتې شوي او نه ورته په جهېز کې ورکړل شوي دي.
تر هغه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم ) مشر منظور پښتین د نومبر پر ۱۳مه په خيبر کې د پښتون قامي جرګې د ۸۰ کسيزې استازي کمېټۍ تر غونډې وروسته په وينا کې وويل چې په پاکستان کې پښتون قام پر خپلو قدرتي زيرمو، وسايلو او خاورې ټينګه دعوه لري او دا هر څه له خپلو مشرانو څخه ورپاتې دي.