د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په خیبراو بنو کې د پوځي عملیاتو مخالفت وکړ

قرارداد د پاکستان تحریک انصاف او جمعیت علما اسلام غړو په شریکه وړاندې کړ. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په خیبر ضلع او بنو کې د ممکنه پوځي عملیاتو خلاف په یوه خوله قرارداد منظور کړی دی.

دا قرارداد د دسمبر پر شپږمه د پاکستان تحریک انصاف عبدالغني او د جمعیت علما اسلام عدنان وزیر په شریکه وړاندې کړی دی. په دې قرارداد کې د خیبر په تیرا او د بنو په جاني خیلو کې د ممکنه پوځي کاروايي مخالفت شوی دی.

په قرارداد کې ویل شوي چې پوځي عملیات د مسلې حل لاره نده او په ژمي کې د ممکنه عملیاتو په نتیجه کې کورونه پرېښودل به خلکو ته ستونزې ډېرې کړي.

دا هم وګورئ: د بکاخېلو خلک وایي د وسلوالو ضد پوځي عملیاتو کې دوی ته تاوانونه اوښتي دي

دا تر هغې وروسته ده چې د ډېسېمبر پر ۶مه د تیرا په باغ میدان کې د ۲۷م بریګېډ کمانډر په یوه جرګه کې د وسوالو خلاف د پوځي عملیاتو د پراخېدو خبردارې ورکړ او ځايي اوسېدونکو ته یې خوندي ځایونو ته د تللو وویل.

په هغه جرګه کې چې د ځايي مشرانو په اعتماد کې د اخیستو لپاره وربلل شوی وه، د سیمې مشران او ملکان موجود وو.

په جرګه کې د مشرانو بیلا بیل غبرګون مخې ته راغلو چې ځینو یې وویل دوی امن لښکرې نشي جوړولای د کوم چې یې امنیتي چارواکي له دوی غوښتنه کوي.