د خیبر د تیرا مشران وایي په "هېڅ صورت" له سیمې کډو کولو ته تیار نه دي

د خیبر خلکو په وروستیو کې د ناامنۍ پر ضد مظاهرې کړې دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې مشرانو له امنیتي چارواکو سره په سیمه کې د امنیت پر ټینګښت او د عملیاتو پر مهال د خلکو د "ځورونې" پر موضوعاتو خبرې کړي دي.

د سیمې یوشمېر مشرانو د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې تر خبرو وروسته د تیرا مشرانو په بر قمبرخېلو کې یوه جرګه وکړه او پر وسلوالو یې غږ وکړ چې له سیمې دې وځي، او ولسي مشران دې "د وسلوالو په لیکو" کې د ځوانانو د شاملېدو اجازه نه ورکوي.

د جرګې یو ګډونوال ملک کمال‌ الدین اپرېدي غونډې ته وینا کې وویل چې "په هېڅ صورت" بیا له سیمې کډو کولو ته تیار نه دي. هغه وویل چې پوځ او وسلوال دې د نښتو په مهال د ولسي وګړو له په نخښه کولو ډډه وکړي.

ده وسلوالو او امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: "سوال درته کوو چې دا امن راته مه خرابوه. موږ خو مه وهئ. موږ مه تباه کوئ. زما د بچو رزق مه خرابوئ. پروپیګنډې [روانې دي] چې مشرانو له برېګېډیر سره دا خبره منلې چې موږ به کډې کوو. څوک به هم کډې نه کوي. موږ ورسره هېڅ داسې خبره نه ده منلې."

د تیرا مشرانو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسلوالو پر ضد په پراخه کچه د عملیاتو پرېکړه کړې ده، خو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هلته د ممکنه پوځي عملیاتو خلاف په یوه خوله قرارداد منظور کړی دی.

د واکمن پاکستان تحریک انصاف عبدالغني او د جمعیت علمای اسلام (ف) عدنان وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په ګډه هغه پرېکړه لیک په اسمبلۍ ته وړاندې کړ چې پکې د خیبر په تیرا او د بنو په ځونیخېلو کې د ممکنه پوځي کاروايۍ مخالفت شوی دی.

په قرارداد کې ویل شوي چې پوځي عملیات د مسلې حل لاره نه ده او په ژمي کې د ممکنه عملیاتو په نتیجه کې کورونه پرېښوول به خلکو ته ستونزې ډېرې کړي.

په خیبر کې له اوږدې مودې راهیسې امنیتي وضع خرابه ده خو امنیتي ځواکونه وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي کاروایو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې په صوبه کې یې د ترهګرۍ مخنیوي هڅو لپاره شاوخوا اووه اربه روپۍ بېلې کړې دي. له دې علاوه، وزیراعظم شهباز شریف هم د نومبر پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د لوړپوړو ولسي او امنیتي چارواکو غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې د حکومت ټول تمرکز یې د ترهګرۍ پر ختمولو دی.

خو د خیبر اوسېدونکي وايي چې په پوځي کاروایو کې وخت په وخت مالي او ځاني زیانونه ویني. د نومبر پر شپږمه په تیرا کې د مارټر يا هاوان مرميو په برید کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه ژوبل شوي ول چې پرضد يې باړې سياسي اتحاد د نومبر پر اتمه نېټه احتجاجي مظاهره کړې وه.