د بکاخېلو مشران وايي، پوځ او وسلوال دې د دوی سیمې ته جګړه نه وروړي

د ډېسمبر پر اتمه د بکاخېل خلک جرګې ته ورټول شوي دي.

د خیبر پښتونخوا بنو ضلعې د بکاخېلو مشرانو پر پوځ او وسلوالو طالبانو غږ کړی چې د دوی سيمې ته دې جنګ نه وروړي.

د ډېسېمبر پر اتمه د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ نښتو کې ولسي وګړیو ته د رسېدلو زیانونو په اړه شوې جرګې ته مشرانو وويل چې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو په نښتو کې ګېر شوي دي.

يو مشر ملک عيد نواز پر پوځ نيوکې وکړې چې د دومره سامان و الات لرلو برسېره هم د دوی تحفظ نه شي کولای.

دا تر هغې وروسته ده چې تېره اونۍ په غوړ بکاخېل کې پوځ په دوه ورځنيو عملیاتو کې د اتو وسلوالو وژلو دعوه وکړه چې په نښتو کې يو پوليس او پوځي سرتېری هم وژل شوي ول.

ځايي خلکو د هغو عملیاتو ضد پرلت وهلی وو. دوی دريځ درلود چې د عملیاتو پر مهال نه يوازې له مرګژوبلې بلکې د ګرځبنديز له امله له نورو ورځنیو ستونزو سره مخامخ شوي دي. خو وروسته يې له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته احتجاج ختم کړ.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي چې زیاتره وخت یې په خپلواکه توګه پخلی نشي کېدای.

د پوځ تر داسې عملياتو وروسته ځینې وخت ځايي ولس احتجاجونه کوي او وایي چې ولسي وګړو ته هم پکې مرګژوبله اوړي.

تر دې وړاندې په وزیرستانونو او خیبر کې هم خلکو د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ په نښتو کې ولس ته د زیانونو اوښتو ویلي دي.

د نومبر پر شپږمه په تیرا کې د مارټر يا هاوان مرميو په برید کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه ژوبل شوي ول چې پرضد يې باړې سياسي اتحاد د نومبر پر اتمه نېټه احتجاجي مظاهره کړې وه.

دا هم وګورئ:

د جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکي وایي امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال ولسي وګړي ځورويد خیبر د تیرا مشران وایي په "هېڅ صورت" له سیمې کډو کولو ته تیار نه ديپه جانيخېلو کې د مارټر مرمیو چاودنو درې ماشومان وژلي ديد بکاخېلو په عملیاتو کې خلکو ته د اوښتي زیانونو پرضد احتجاج دوام لري

د بکاخېل مشرانو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسلوالو پر ضد په پراخه کچه د عملیاتو پرېکړه کړې ده، خو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هلته د ممکنه پوځي عملیاتو خلاف په یوه خوله قرارداد منظور کړی دی.

د واکمن پاکستان تحریک انصاف عبدالغني او د جمعیت علمای اسلام (ف) عدنان وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په ګډه هغه پرېکړه لیک په اسمبلۍ ته وړاندې کړ چې پکې د خیبر په تیرا او د بنو په ځونیخېلو کې د ممکنه پوځي کاروايۍ مخالفت شوی دی.

په قرارداد کې ویل شوي چې پوځي عملیات د مسلې حل لاره نه ده او په ژمي کې د ممکنه عملیاتو په نتیجه کې کورونه پرېښوول به خلکو ته ستونزې ډېرې کړي.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې په نومبر کې په ټول هېواد کې د "ترهګرۍ په پېښو" کې د امنیتي سرتېرو په ګډون له ۲۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د رپورټ له مخې، په وژل شویو کې ۶۸ امنیتي سرتېري هم شامل دي، چې دا د روان کال په یوه میاشت کې د سرتېرو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده.

راپور زیاتوي چې خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ له کبله تر ټولو زیاته اغېزمنه صوبه ده او نومبر د روان کال یوه له خونړیو میاشتو څخه وه.

خو د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.