د پاکستان پوځ وايي، د هغه هېواد د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) پخوانی مشر جنرال فيض حمید يې په رسمي توګه تورن کړی دی.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې د ډېسېمبر پر ۱۰مه په یو بیان کې ویلي دي چې متقاعد جنرال فيض حمید ته په رسمي توګه پر هغه د پورې کړل شویو تورونو نوملړ ورکړل شوی دی.
په بیان کې راغلي دي چې په دې تورونو کې په سیاسي چارو کې لاسوهنه، د راز ساتلو له قوانینو په سرغړونې سره د ریاست خوندیتوب او ګټو ته زیان رسول، د واک او سرکاري وسایلو ناسمه کارونه او خلکو ته ناجایزه زیان رسول شامل دي.
د جنرال حميد پرضد وار له مخه لا د روان ۲۰۲۴ز کال په اګست مياشت کې د پوځي قوانینو له مخې مقدمه (کورټ مارشل) روانه ده.
بیان زیاتوي چې د مې نهمې د پېښو په ګډون، په پاکستان کې د ګډودۍ او ناامنۍ رامينځ ته کولو لپاره د تشدد په پېښو کې هم د فيض حمید پر لاس لرلو بېلې پلټنې کېږي.
دا هم وګورئ:
د ای اېس ای د پخوانی مشر جنرال فيض حميد د ګرفتارۍ اصل وجې څه دي؟میا افتخار حسېن: فېض حمید ته دې له قانون سره سمه سزا ورکړل شيد ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه، د تحريک انصاف غړيو د درغلۍ په یوه قضیه کې د دې ګوند د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کړې وې. د دې احتجاجونو پر وخت یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او زیان یې واړاوه.
عمران خان تور پورې کوي چې سرکاري دفترونو ته دوی نه بلکې د استخباراتي ادارو اهلکارانو زیان رسولی وو چې مقصد یې د تحريک انصاف پر ضد مقدمې جوړول وو. خو د شهباز شريف په مشرۍ حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بللې ده او د دغه ګوند د ځينو مشرانو په شمول ګڼ کسان نيول شوي دي.
د ډېسېمبر پر ۱۰مه د پوځ په بیان کې دا هم ویل شوي دي چې د عدالتي کاروايي پرمهال فېض حمید ته له قانون سره سم ټولې قانوني اسانتیاوې ورکړل شوې دي.
د فيض حمید لخوا تر اوسه د پوځ د دې څرګندونو په غبرګون کې دریځ مخې ته نه دی راغلی.
د پخواني جنرال فیض حمید قضیه
د پاکستان پوځ د اګست پر ۱۲مه د جنرال حمید د نیولو خبر ورکړی وو او هغه مهال یې ویلي ول چې هغه یې د سپریم کورټ د امر پر اساس د درغلیو په مقدمه کې ګرفتار کړی دی.
پوځ ویلي ول چې عدالتي پلټنې یې کړې دي چې د ټاپ سېټي په نوم په قضیه کې د جنرال فیض حميد پر ضد د شکايتونو کره والی معلوم کړي.
ای اېس پي ار په هغه بیان کې زیاته کړې وه چې د پلټنو تر بشپړېدو وروسته یې د نوموړي پر ضد د پوځي قوانینو له مخې مقدمه یا کورټ مارشل پیل کړی دی.
د پاکستان رسنۍ وايي چې ټاپ سېټي له اسلام اباد سره د استوګنې جدید وړوکی ښار دی. د هغې رهایشي سیمې جوړوونکي معیز احمد خان سپریم کورټ ته درخواست کړی وو چې په ۲۰۱۷ز کال کې د ای اېس ای او رېنجرز ځواک سرتېرو یې پر کور او دفتر د چاپو پر مهال سره زر، الماس او پیسې له ځان سره وړې وې.
د هغه په وینا د جنرال حمید ورور، نجف حمید وروسته د هغه ملاقات له څو پوځي افسرانو سره وکړ، ځینې شیان یې بېرته وروسپارل او ژمنه یې وکړه چې پاتې شیان به هم ورکړي.
معیز احمد خان په خپل غوښتنلیک کې دعوه کړې وه چې جنرال فیض حمید په هغه ټول بهیر کې له خپل واکه ناوړه ګټه اخیستې وه.
سپریم کورټ تر دې وروسته د دفاع وزارت ته امر کړی وو چې د پوځ اړوندې ادارې دې د هغو تورونو پلټنې وکړي.
دا هم وګورئ:
رانا ثنا الله: د استخباراتو پخواني مشر جنرال فېض حمید خلاف د درغلیو پلټنې روانې دي ایمل ولي: پاکستان کې غيراعلانیه مارشل لا ده، پوځ دې له خپل کار سره کار وساتيد پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د روان کال د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته ويلي ول چې د استخباراتي ادارې ای اېس ای د پخواني مشر جنرال فیض حمید پر وړاندې د پوځي قوانینو له مخې مقدمه (کورټ مارشل) روانه ده.
جنرال شریف زياته کړې وه چې هغه لوړپوړی پوځي افسر یې د "کره شواهدو" پر اساس نیولی دی. "که څوک په پوځ کې خپلې شخصي ګټې په پام کې نیسي او د ترلاسه کولو لپاره یې کار کوي، نو د پوځ د احتساب نظام ورڅخه پوښتنه کوي او د ثبوتونو له مخې ورته سزا ورکوي."
ده دعوه وکړه چې تر پلټنو وروسته معلومه شوه چې جنرال حمید تر تقاعد وروسته هم څو ځلې د پوځي قانون سرغړونه کړې ده.
جنرال حميد د ۲۰۱۹ز کال له جون څخه د ۲۰۲۱ز کال تر نومبره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر وو. تر دې وروسته هغه د ۲۰۲۲ز کال د اګست تر اتمې پورې د پېښور او بیا د بهاولپور قول اردو مشر شو. نوموړی هلته د ۲۰۲۲ز کال تر ډېسېمبره پورې پاتې شو او د دندې د مودې تر ختمېدو مخکې یې استعفا ورکړه.