له افغانستان سره د تجارت کمېدو د خیبر پښتونخوا سوداګر اغېزمن کړي

د تورخم دواړو خواوو ته سلګونه مال وړونکي ګاډي ولاړ دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي دي چې له افغانستان سره د تجارت کمېدو له وجې په هغه صوبه کې کاروباري هلې ځلې اغېزمنې شوې دي.

د سوداګرۍ خونې مشر فضل مقیم خان د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، په تېرو کلونو کې د وفاقي او صوبايي حکومتونو د ناسمو تګلارو له وجې له افغانستان سره سوداګري څو چنده کمه شوې ده.

هغه وویل "یو وخت وو چې تجارتي حجم له درې اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو لوړ وو، بیا چې حکومت وویل چې سوداګري به د دواړو هېوادونو د پیسو پر ځای په ډالرو کېږي او داسې نور اقدامات یې وکړل نو نن سبا د تجارت حجم د ۵۰۰ او ۷۰۰ مېلیونه ډالرو تر سطحې ټیټ شوی دی."

افغانستان او پاکستان په ۱۹۶۵ز کال کې د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون (اې ټي ټي اې) لاسلیک کړ، چې افغانستان ته یې د پاکستاني بندرونو له لارې نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي اجازه ورکړه. په ۲۰۱۰ز کال کې، د افغانستان-پاکستان ټرانزیټي سوداګرۍ تړون (اې پي پي ټي اې) لاسلیک شو، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمينځ سوداګریزې اړیکې پراخول او اسانتیاوې برابرول وو.

سره له دې، په وروستیو کلونو کې د بېلابېلو سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله، دغه اړیکې زیانمنې شوې، چې د سوداګرۍ په کچه کې د پام وړ کموالی پکې راغلی دی.

دا هم وګورئ:

پاکستان وايي پر تورخم هغه ډرېوران نه پرېږدي چې د دخولۍ لنډمهالي اسناد یې نه وي تمدید کړيد جنوبي وزیرستان سوداګرو له افغانستان سره د تجارتي لارې خلاصولو غوښتنه کړېد پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي د خیبر پښتونخوا حکومت پر مالونو ۲ سلنه نوی ټیکس لګولیفیصل کريم کونډی: له افغانستان سره د تجارتي لارو خلاصېدل به سيمه ييزې سوداګرۍ ته ګټه ورسوي

د سوداګرۍ خونې پخواني مشر زاهد الله شینواري مشال راډیو ته وویل چې له افغانستان سره د تجارت کمېدو له وجې په خیبر پښتونخوا کې بې روزګاري زیاته شوې ده.

ده وویل چې د پاکستان حکومت باید افغان کاروباریانو ته د ویزې ورکړه اسانه کړي او له افغانستان سره دې د ټرانزيټ سوداګرۍ موافقه تمدید کړي.

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د سوداګرۍ او صنعتي چارو سلاکار عبدالکریم خان وايي چې له افغانستان سره د تجارت د چارو زیات واک له وفاقي حکومت سره دی.

اسلام اباد په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ په اړه اقدامات او پر لارو محدودیتونه د ملي امنیت لپاره ګټور بللي دي. د پاکستان حکومت تېر کال په اکتوبر کې له افغانستان سره د ټرانزیټ سوداګرۍ په موافقه کې بدلونونه وکړل او د افغان سوداګرو پر واردوونکو مالونو یې د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.

اسلام اباد وايي چې د افغانستان په نوم داسې شیان واردېږي چې هلته یې اړتیا نه وي او بیا پاکستان ته قاچاقېږي چې ورته مالي زیان اړوي.