د سوریې په جګړه کې د بهرنیو جنګیالیو ګډون د نړیوالو اندېښنې پارولي

په سوريه کې د اسد رژيم مخالف وسلوال ـ انځور له ارشيفه

په سوریه (شام) کې د بهرنیو جنګیالیو شتون د دغه هېواد د کورنۍ جګړې په اوږدېدو او پېچلتیا کې مهم رول لوبولی دی.

د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې راپور ورکړی دی چې په سوریه کې د وسلوالو ډلو په لیکو کې د منځنۍ اسیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو سلګونه بهرني جنګیالي شتون لري. دغه ډلې د ولسمشر بشارالاسد حکومت نسکور کړ او د عبوري حکومت د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي.

د چارو شنونکي وايي، په سوریه کې د بهرنیو جنګیالیو شتون د امریکا لپاره یوه لویه اندېښنه ده، ځکه چې دوی اصلي سوریایان نه دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو او د مشال راډيو د مرکزي څانګې لخوا تایید شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې اروپایان او د منځنۍ اسیا وګړي د هيت تحریر الشام (اېچ ټي اېس) ډلې لپاره جګړه کوي. اټکل کېږي چې بهرنیان د اېچ ټي اېس او متحدو ډلو د ۱۰،۰۰۰ کسیز جنګي ځواک یوه برخه جوړوي. خو په جګړه کې د سختدریځو بهرنیو جنګیالیو شتون د سوریې د ثبات او د دوی په اصلي سیمو کې د امنیت لپاره خطر ګڼل کېږي.

دا هم وګورئ:

لويديز هېوادونه به د هيت تحرير الشام په اړه خپل دريځ بدل کړي؟اسراییلو د بشارالاسد رژیم تر ړنګېدو وروسته پر شام بریدونو ته دوام ورکړیاسراییلو په سوریه کې پر "مشکوکو ساحو" بریدونه کړي ديد ولسمشر بشارالاسد حکومت ړنګونکی ابو محمد الجولاني څوک دی؟

د واشنګټن انسټیټیوټ څېړونکی اروین زلین وايي چې دا جنګیالي اصلي سوریایان نه دي، نو له دې امله "دا به د امریکا له نظره یوه له لویو اندېښنو څخه وي."

امریکا او اروپايي ټولنه اېچ ټي اېس یوه ترهګره ډله بولي. دې ډلې مخکې له القاعده سره تړاو درلود، خو اوس یې د زغم او ټولشمولیت ژمنه کړې ده. بیا هم د دې ډلې په اړه د بشري حقونو د سرغړونو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په اړه اندېښنې شته.

په ۲۰۱۱ز کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته، په سلګونو البانیایان د اسلامي دولت او د القاعده د سوریې څانګې، النصره جبهې، سره یوځای شول. النصره جبهې وروسته خپل نوم هيت تحرير الشام ته بدل کړ.

په دوی کې ځینو د مشال راډیو مرکزي څانګې ته ویلي چې تر ۲۰۲۰ز کال پورې یې په سوریه کې څلور کاله جګړه وکړه او بیا اروپا ته ستانه شول. دوی زیاتوي چې د انټرنېټ ویډیوګانو دوکه کړي ول.

البانیا اټکل کوي چې اوس مهال یې شاوخوا ۳۰ وګړي په سوریه کې دي. همدارنګه، د شمالي مقدونیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې لږ تر لږه څلور وګړي یې په سوریه او ګاونډي عراق کې د وسلوالو ډلو لپاره په فعاله توګه جنګېږي. دغه شان، د بوسنیا او تاجکستان ځینې اوسېدونکي هم د سوریې د جنګیالیو سره ملګري شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې ډېری اروپایان چې په سوریه کې له وسلوالو ډلو سره یوځای شوي، په انټرنېټ کې د ویډیوګانو او معلوماتو له کتلو وروسته سختدریځه شوي، یا د مذهبي عقیدې او د جهاد مفکورې لخوا هڅول شوي. ځینو ته د ورانکارو ډلو لخوا پیسې هم ورکړل شوي دي.