په لکي مروتو کې د ګېس او تېلو نوې زیرمې موندل شوي دي

پاکستان کې د ماړي ګیسو او تیلو پراختیایي شرکت د دفتر مخې ته یو ګاډی تیریږي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د تیلو او ګازو د موندلو او پرمختګ شرکت (او جي ډي سي ایل) ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې یې د ګېس او تیلو د پام وړ ذخیرې موندلې دي.

شرکت د ډیسمبر پر ۱۳ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا ذخیرې یې په لکي مروت کې د بیټني ۲ د کوهیانو په ساحه کې موندلي دي او تر ازموینې وروستو به وتوانیږي چې له دغه ځایه هره ورځ دوه اعشاریه یو څلور ملیون مکعب فوټه ګېس او ۷۴ بیرله تیل راوباسي.

او جې ډي سي ایل زیاته کړی چې دې موندنې د بنو په حوزه کې په ژورو زیرمو کې د تیلو او ګېس د ذخیرو د سپړنې کار اسان کړیدی چې په پاکستان کې د انرژۍ د بحران په هوارولو کې مهم کردار لوبولی شي.

خیبر پښتونخوا د پاکستان لپاره د تېلو او ګېس په تولید کې مهمه ونډه لري. د دې صوبې په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي ګازو او تېلو زېرمې موندل شوې دي.

دا راز د لکي مروت، کرک، کوهاټ، سوات او وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا ډیرې برخې د تیلو، ګېس په ګډون د اوبو، ځنګلونو او قیمتي کاڼو ذخیرې لري، خو بیا هم د صوبې خواوشا ۲۷ فیصده خلک د غربت د کرښې لاندی ژوند تیروي.

دا هم وګورئ:

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي پر ګیس لومړی حق د ځايي ولس دید پاکستان پوځ وايي په بنو کې یې پر پوځي قافله برید نهه سرتېري وژلي ديپه شمالي وزيرستان کې د پېټروليم کمپنۍ تښتول شوي کارکوونکي راخوشې کړل شول

تر دې وړاندې د شمالي وزیرستان په شوه او سپینوام کې د تېلو او ګیسو زېرمې موندل شوې دي.

حکومت تراوسه د دې کره اندازه نه ده ښوولې، خو په شوه کې د ماړي پېټرولیيم کمپني لمېټډ (اېم پي سي اېل) په نامه شرکت په ۲۰۲۲ز کال کې د ګیسو لویې زېرمې وموندلې او د استخراج چارې یې پیل کړې.

د ۲۰۲۴ز کال په مارچ میاشت کې راپورونه ښیي چې د شوې ۱ او شوې ۲ له کوهیانو څخه ګیس د پاکستان د ګیسو ملي شبکې ته لېږدول کېږي چې دا د پاکستان د ګیسو په مجموعي اړتیاوو کې یوه برخه پوره کوي.

ماړي پېټرولییم شرکت وايي چې هلته یې د ګیس پاکولو په کارخانه کې ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

چارواکي وايي، له هغه ګیسه به پاکستان په کال کې ۲۶۵ مېلیونه ډالر وګټلای شي.