اې این پي وايي د ارمي پبلک سکول پېښې وجوهات دې په ډاګه شي

میا افتخار وویل چې د قربانیانو خپلوان له حکومتي اقداماتو مطمین نه دي ـ پخوانی انځور.

د یاد ګوند د خیبر پښتونخوا مشر، ميا افتخار حسین د ډېسېمبر پر ۱۶مه رسنيوو ته په لېږلي ویډيو بیان کې وويل چې خلک د امنيتي ادارو له کاره مطميين نه دي ځکه چې د ترهګرۍ د ختمولو وعدې نه دي پوره شوې.

عوامي نېشنل ګوند پر پېښور ارمي پبلک سکول د بريد د ۱۰ کلونو د پوره کېدو په مناسبت خپاره کړي بیان کې غوښتنه کړې چې حکومت دې د هغې پېښې تر شا وجوهات په ډاګه او د وسلوالو پر ضد بې توپيره کار وکړي.

د هغه ګوند د خیبر پښتونخوا مشر، ميا افتخار حسین د ډېسېمبر پر ۱۶مه رسنيوو ته په لېږلي ویډيو بیان کې وويل چې خلک د امنيتي ادارو له کاره مطميين نه دي ځکه چې د ترهګرۍ د ختمولو وعدې نه دي پوره شوې.

په بیان کې راغلي دي "نه خو د وژل شويو ماشومانو مور پلار د عدالتي کاروايي او نه هم د حکومتي اقداماتو لارې مطميينه کړل شول. د غلطو پالیسوو له وجې ترهګري نوره هم زیاته شوې ده. موږ غوښتنه کوو چې د وسله والو پر ضد دې بې توپيره کار له پنجابه پيل شي چيرته چې له ۷۰ زیاتې وسله والې ډلې موجودې دي. بیا دې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنيت لپاره سخت ګامونه واخیستل شي."

د ۲۰۱۴ کال د دیسمبر پر ۱۶مه، پر پېښور ارمي سکول برید کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي وو چې زیاتره يې ماشومان ول. د حملې ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

د پاکستان حکومت د بريد په اړه پلټنيزه کمېشن جوړ کړی وو چې د کمېشن موندونو د پېښې علت امنیتي غفلت بللی وو خو کوم امنيتي چارواکو ته سزا نه ده ورکړل شوې. وزيراعظم شهباز شريف د د هغې حملې د لس کاله پوره کېدو په مناسبت خپاره کړي پېغام کې د وسله والو پر ضد د پرېکنده ګامونو اخیستو ژمنه تکرار کړې ده.