زین الله استاد د سیتار هنر له حجرې تر انټرنېټه رسولی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
سیتار او منګی چې د پښتنو د حجرو ښکلا ګڼل کېږي، په وروستیو کې یې دود لږ کم شوی دی. خو لا هم داسې خلک شته چې سیتار غږوي او مینه ورسره لري. د چارسدې زین الله جان استاد له تېرو ۴۶ کلونو راهیسې سیتار غږوي. هغه د سیتار د غږولو لپاره افغانستان، عرب هېوادونو او اروپا ته سفرونه کړي دي. زین الله استاد ګڼ شمېر جایزې هم ګټلي دي او اوس د انټرنېټ له لارې خلکو ته د سیتار غږول ورزده کوي. ویډیویي راپور.