د طالبانو حکومت ويلي د پاکستان جنګي الوتکو په افغانستان کې بريدونه کړي

د پاکستان جنګي جېټ الوتکه ـ انځور له ارشيفه

د طالبانو حکومت او د پاکستان استخباراتو ته منسوبې سرچينې وايي چې پاکستانیو جنګي الوتکو د افغانستان د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالي کې بمباري کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د ډېسېمبر پر ۲۴مه ماښام مهال په دغه بمبار کې "عام ولسي خلک چې اکثره يې وزيرستاني مهاجرين دي" په نحښه شوي دي.

په بيان کې ادعا شوې چې د بمباريو پر مهال د ماشومانو په ګډون يوشمېر ملکيان هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت دغه بمباري "وحشيانه عمل" بللی چې په وينا يې، د "نړيوالو اصولو خلاف کړنه" ده او دوی يې "په کلکه غندي".

د بيان په پای کې راغلي دي چې د طالبانو حکومت به د پاکستان دغه اقدام "بې ځوابه پرېنږدي" او د خپلې خاورې او حريم دفاع "خپل حق ګڼي".

د پاکستان پوځ لا په برمل کې د تازه بريدونو په اړه په رسمي ډول څه نه دې ويلي، البته پر اېکس ټولنيزه شبکه ځينو حسابونو، چې باور کېږي د پاکستان استخباراتي ادارو ته منسوب دي، ادعا کړې ده چې په پکتيکا کې يې د بمباريو پر مهال د وسلوالو "څلور مهم مرکزونه" په نخښه کړي او له مينځه وړي دي.

بيان زياته کړې ده چې په نخښه شوي زياتره مرکزونه "د ځانمرګو بريدونو د موادو جوړولو او د ځانمرګو بريدګرو د روزلو" لپاره کارول کېدل. په بيان کې دا ادعا هم شوې ده چې د وسلوالو يو تبليغاتي مرکز يې هم د بمباريو پر مهال په نخښه کړی دی چې په وينا يې، له هغه ځايه "عمر ميډيا" فعاليت کاوه.

دغه بيان کې په نخښه شوي مشکوک مرکزونه "فتنة الخوارج" ته منسوب بلل شوي دي چې د پاکستان پوځ زياتره وخت دغه اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي، خو دا لا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً په دغه بريدونو کې وژل شوي دي او که نه. خپلواکه سرچينو هم لا تراوسه د دې ادعاوو تصديق نه دی کړی.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي دي چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه ناوخته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ يو پلاوی کابل ته ولاړ او د ډېسېمبر پر ۲۴مه يې د طالبانو د کورنيو او بهرنيو چارو پر سرپرست وزيرانو سربېره د افغان سوداګرو له يو پلاوي سره هم وليدل.

تر دغو جلا جلا ليدنو وروسته محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه ليکلي ول چې دواړو خواوو "د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا" او په سیمه کې "د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه پر کار کولو" موافقه وکړه.

دا هم وګورئ:

امريکا ويلي پاکستان او د طالبانو حکومت دې د خبرو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړيپر پکتيکا او خوست د پاکستان تر بمبارۍ وروسته، د طالبانو حکومت د پاکستان سفیر احضار کړیخواجه اصف: په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترهګرۍ ضد اقدامات نه کويحامد کرزي پر برمل ولسوالۍ "د پاکستان له لوري د توغندیو برید" غندلی

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان جنګي الوتکې د افغانستان په خاوره کې دننه بمبارۍ کوي. تر دې وړاندې هم پاکستان د روان ۲۰۲۴ز کال په مارچ کې په پکتيکا او د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې په خوست او کنړ کې بمبارۍ کړې وې چې پکې ګڼ شمېر کسان وژل شوي ول.

دا بريدونه تر هغې وروسته شوي چې د ډېسېمبر پر ۲۱مه د بر جنوبي وزیرستان په مکین کې په یو وسلوال برید کې د پاکستان ۱۶ امنیتي سرتیري وژل شوي او اته نور ژوبل شوي ول.

تحريک طالبان پاکستان د هغه بريد مسوليت منلی وو.

اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.

خو د طالبانو حکومت وایی چې د پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.