چمپينز ټرافي پاکستان کې پيليږي خو د هند لوبې به دوبۍ کې وي

د هند روهیت شرما د پاکستان له بابراعظم سره - پخوانی انځور

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د چيمپينز ټرافۍ د لوبو مهالویش اعلان کړی دی چې لومړۍ سیالي به یې د ۲۰۲۵ کال د فرورۍ پر ۱۹مه، په کراچۍ کې کېږي.

شورا د دیسمبر پر ۲۴مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د پاکستان په کوربه توب دا پنځوس اووره کرکټ سیالۍ به د مارچ تر نهمې پورې روانې وي چې ۸ لوبډلې پکې ګډون لري. خو هند پاکستان ته نه ځي نو ځکه به یې سیالۍ په دوبۍ کې وشي.

دپاکستان اوهند ترمنځ سيالي د فرورۍ پر ۲۳مه پلان شوې ده.

په دې ټورنمنټ کې لوبډلې پر دوو ګروپونو ويشل شوې دي. په الف ګروپ کې پاکستان، هندوستان، بنګله ديش او نيوزي لينډ شامل دي. په ب ګروپ کې افغانستان، انګلينډ، اسټراليا او جنوبي افريقا برخه اخلي.

د خپاره شوي مهالویش ترمخه، به که هندۍ لوبډله فاینل ته لار پيدا کړي نو هغه سیالي به په دوبۍ کې کېږي. خو که هغه لوبډله تر فاینله نه رسېږي، نو بیا به پايلوبه په پاکستان کې وي.