په کرک کې د خټکو امن جرګې د نشه یي توکو پر ضد د کاروایي غوښتنه کړې

په کرک کې ځوانان د جرګې لپاره تیاری کوي ـ د دیسمبر ۲۹مې انځور.

د خیبرپښتونخوا په کرک ضلع کې ځايي مشرانو له حکومته غوښتي چې د نشه يي توکو د کارولو او خرڅلاو پر ضد دې اقدامات وکړي.

د دیسمبر پر ۲۹مه د کرک د خټکو امن جرګې په مشرۍ کې له کامران شهید څلور لارې سره نېږدې غونډه وشوه چې پکې د ضلعې د بېلا بېلو سیمو مشرانو او مدني فعالانو ګډون وکړ. د غونډې ګډونوالو وویل چې د نشه یي توکو او په ځانګړې توګه د اییس له کارولو سره د تشدد او ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

د اییس په نوم نشه په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې زیاته شوې. دا د سیګرټ یا نورو لارو کارول کېږي. دا نشه انسان ته فوري انرژي ورکوي، خو د خوب او ولږې احساس ختموي. په اوږد مهال کې دماغ ته زیان رسوي او ذهني ناروغۍ پیدا کوي. دا د زړه ټکان زیاتوي، د زړه د حملې خطر زیاتوي او خلک تاوتریخوالي ته هڅوي.

په غونډه کې شامل د وفاقي مخابراتو ادارې پخواني مشرملک شېر قیانوس خټک وویل چې باید حکومت دې لړ کې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي. بلخوا د کرک د پولیسو ویاند شوکت علي مشال رېډیو ته ویلي چې د ضلعې د پولیسو مشر د هدایاتو په ترڅ کې د نشه یي توکو د استعمال او خرڅلاو پر ضد کاروایانې دوام لري.

د ۲۰۲۴ کال په پيل کې د خیبرپښتونخوا حکومت اعلان کړی وو چې د نشه يي موادو د قاچاق مخنيوي لپاره یې په بېلابېلو ځایونو کې عمليات پيل کړي دي. د خیبر پښتونخوا د نشه یي توکو د مخنیوي ادارې مشر رانا کاشف د ۲۰۲۴ کال د فرورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې دا کار له خیبره پيل شوی دی. هغه زیاته کړې وه چې د ضلعې په هره برخه کې د نشه یي موادو کاروباریانو پر ضد عملیات کوي او هغوی نیسي. د نوموړي په وينا په ۲۰۲۳ کال کې یې هم افغانستان ته په څېرمه سیمو کې شاوخوا ۱۰ چاپې وهلې وي.