د افغانستان د خوست ولايت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د جنورۍ پر دويمه تر نيمې شپې وروسته يو ځل بیا پر ډیورند کرښه په افغانستان کې واکمنو طالبانو د سرحدي ساتونکو او پاکستانیو ځواکونو ترمينځ جګړه شوې ده.
په خوست ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز د جنورۍ پر درېيمه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه د پاکستان پوځ د خوست ولایت د علیشیر ولسوالۍ اړوند، د ډيورنډ "فرضي" کرښې دې غاړې ته پر دریو کلیو ایروکام، کاږه او ګړاب د هاوانونو مرمۍ وویشتلې.
نوموړي زياته کړه چې د افغان طالبانو دفاعي ځواکونو د دې بريدونو "کلک ځواب" ویلی دی.
په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت ځینو امنیتي سرچینو مشال راډیو ته وویل چې بريدونو خلکو ته مالي او ځاني تلفات نه دي اړولي. دا خبره د علیشیر ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي هم تاییدوي.
پاکستانیو چارواکو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۲۸مه هم په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د حکومت چارواکو ويلي ول چې د خوست ولایت د تریزیو او عليشیرو ولسوالۍ او د پکتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند ډیورند کرښې ته نېږدې د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو تر منځ جګړه شوې چې د شپې پيل شوې وه او د هغې ورځې تر نيمايي يې دوام کړی وو.
د خوست ولایت حکومتي سرچینو مشال راډيو ته ويلي ول چې هغه برید د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د جنګي الوتکو د بریدونو او افغان لورته د اوښتو ملکي تلفاتو په غچ کې ترسره شوی وو.
هغه مهال د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسیدونکو ويلي ول چې د پاکستان له لوري د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له امله لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي ول.
بلخوا د پاکستان د پوځ سرچينو مشال راډيو ته په استول شوي بيان کې دعوه کړې وه چې د ډېسېمبر د ۲۷مې او ۲۸مې ترمينځ شپې مهال "خوارجو" په کورمه او شمالي وزیرستان کې د افغان طالبانو د سرحدي پوستو په کارولو سره پاکستان ته د ننوتلو هڅه وکړه.
د پاکستان حکومت او امنيتي ځواکونه د "خوارجو" اصطلاح زياتره وخت د تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې ته کاروي.
د بيان له مخې، د پاکستانيو ځواکونو په ځوابي کاروايي کې هغې خوا ته يوشمېر کسان ژوبل شول او افغان طالبانو شپږ پوستې پرېښوولې. بيان زياته کړې وه چې پاکستانيو ځواکونو ته ځاني تلفات نه ول اوښتي، البته درې کسان ژوبل شوي ول.