د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې کورمې په بګن کې د سرکاري ګاډو پر کاروان برید کې د ضلعي انتظامي مشر په ګډون اووه تنه ټپي شوي دي.
په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر څلورمه د ضلعې انتظامي مشر یا مرستیال کمشنر جاوید الله محسود په بګن کې د روان پرلت ختمولو ته ورغلی وو او پر دې مهال ډزې شوې دي.
چارواکي وویل چې په ډزو کې د جاوید الله محسود تر څنک دوه پولیس او دوه د ملېشه ځواک عسکر او ورسره دوه نور عام وګړي هم ټپي شوي دي.
دا هم وګورئ:
د سني او شيعه مشرانو ترمینځ د سولې پر تړون سربېره په پاړه چینار کې احتجاج دوام لرينوموړي زیاته کړه چې ټپي شوي کسان د کورمې د عليزو هسپتال ته رسول شوي دي. خو دې چارواکي دا ونه ویل چې دا ډزې چا کړې دي او نه هم چا د دې زمه واري منلې ده.
خو د بګن سیمې یو مشر اقبال بادشاه مشال راډیو ته وویل، "چې کله د سرکاري ګاډو قافله سیمې ته پر ننوتو شوه نو یو تن هوايي ډزې وکړې چې د هغې په ځواب کې ملیشه ځواک ورباندې نېغ په نېغه ډزې پیل کړې چې دوه کسان پکې ټپي شو."
اقبال بادشاه زیاتوي، تر هغې پس هغلته موجود ځیني کسانو په سرتیرو ډزې پیل کړې چې دا ژوبله پکې رامنځ ته شوه.
اقبال بادشاه دا هم وویل چې د مرستیال کمشنر جاوید الله محسود موټر د پېښې په ځای کې نه دی لګېدلی.
په بګن کې له یوې اونۍ راهیسې ځايي اوسېدونکي د خپلو مطالبو لپاره په احتجاج دي او غوښتنه کوي چې حکومت دې دوی ته د فرقه ییزو نښتو پرمهال د اوښتي مالي زیان تاوان ورکړي.
احتجاج کوونکي دا غوښتنې هم لري چې له سیمې دې وسلې ټولې کړل شي، مورچې دې ړنګې کړل شي او د هغو ناقانونه ډلو پرضد دې ګامونه واخیستل شي چې د دوی په وینا، "پر بګن د شوي یرغل او پر مسافرو بریدونو کې لاس لري."
پع عین وخت کې د جنورۍ پر څلورمه په بګن کې د شویو ډزو له کبله د خیبر پښتونخوا حکومت له خوا د کورمې لپاره د سامان وړونکيو ګاډیو لومړی کاروان هم بیرته ستون شوی دی.
د خیبر پښتونخوا چیف سیکرټري ندیم اسلم چودري د جنورۍ پر دریمه ناوخته په یو ویډیو پیغام کې ویلي وو چې د پوليسو او قانون پلي کوونکو ادارو په بدرګه کې به د سامان وړونکو ګاډو لومړۍ قافله د جنورۍ پر ۴ پاړه چینار ته روانيږي.
نوموړي زیاته کړې وه چې امن کمیټۍ به یقیني کوي چې کوم شرخوښي کاروان ګډوډ نه کړي او یا له تړون څخه سرغړونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې د سولې لپاره د شیعه او سني ډلو ترمنځ د سولې تړون پر لاسلیک کېدو سربېره په پاړه چینار کې ځايي خلکو پرلت جاري ساتلی دی.
احتجاج کوونکي وايي چې د جرګې تایید کوي، خو تر هغه وخته به احتجاج جاري ساتي چې د پاړه چینار لویه لاره نه وي پرانيستل شوې او امنیت نه وي باوري شوی.
د بره کورمې تحصیل چېرمېن اغا مزمل حسین د جنورۍ پر درېيمه مشال راډیو ته وویل چې د لارو تړل کېدو د خوراکي موادو او درملو د نشتوالي تر څنګ د شاوخوا ۴،۰۰۰ کسانو روزګارونه له خطر سره مخامخ کړي دي.
هغه وویل چې د کورمې ستونزه یوه بشري مسله ده او باید پر دې سیاست ونه شي. نوموړي وویل چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا حکومتونو او وفاقي حکومت سیمې ته درمل او خوراکي مواد لېږلي دي، خو د هغه په خبره دا د ۶۵۰،۰۰۰ خلکو لپاره کم دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په کواټ کې د حکومت په مشرۍ شوي جرګه کې شیعه او سني خواو د سولې تړون لاس لیک کړ.
په عین حال کې د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر محمد علي سیف د جنورۍ پردریمه ناوخته پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د اپیکس کمیټۍ د پریکړو په رڼا کې سیمه له وسلو او مورچو د پاکولو لپاره دواړو خواو ته ۱۵ ورځې ورکړل شوې دي.
د نوموړي په وینا د مورچو له لیرې کېدو وروستو که څوک هم لښکر کشي کوي نو هغه به ترهګر ګڼل کیږي او پرضد به یې پریکنده کاروايي کیږي.
په کورمه کې د فرقه ییز تشدد تر پیښو وروسته د پاړه چینار مرکزي لاره له تیرو ۹۲ ورځو راهیسې تړلې پرته ده چې په نتیجه کې یې سیمه د خوراکي موادو او دوایانو له نیشتوالي سره مخ ده.
دا تر هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې د هغې پېښې په ګډون شاوخوا ۱۳۰ کسان ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.