منظور پښتین: د عدالت تر پلي کېدو به مبارزه روانه وي

د جنورۍ پر دریمه د جرمني په کولن کې جرګې ته د پي ټي اېم مخکښ عرفان نور وینا کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې د پښتون قامي عدالت په نامه جرګه کې د پرېکړو عملي کول د ځنډ سره ځکه مخ شوي چې په جرګه کې شریک ځینې ګوندونه ورڅخه شاته شوي دي.

پښتین د جنورۍ په دریمه د جرمني په کولن کې د جرګې په ملاتړ جوړې شوې جرګې ته د ټیلیفون له لارې په وینا کې وویل چې غورځنګ هڅه کوي چې د ولس په ملګرتیا هغه پرېکړې عملي کړي. هغه وویل چې د عدالت تر پلي کېدو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

پښتین د هغو ګوندونو نومونه وا نه خیستل چې کوم ترې د ده په وینا، پر شا شوي ول، خو زیاته یې کړه چې د پرېکړو د عملي کولو لپاره یې د تېر کال په اکتوبر کې تر جرګې یوه اوونۍ وروسته په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه وکړل خو له غورځنګ پرته د نور ګوندونو غړي نه وو ورغلي.

د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ په خیبر کې د پښتون عدالت په نامه جرګه شوې وه چې په کې ګڼو پښتون ملتپالو او نورو ګوندونو برخه اخیستې وه.

جرګې د پښتنو له سیمو په شپیته ورځو کې د پوځ او وسلوالو د وتلو ترڅنګ یو شمېر پرېکړې کړې وې.

د هغې جرګې د پرېکړو په ملاتړ په کولن کې جوړې جرګې ته په سلګونه بهرمیشتې پښتانه ورغلي ول.

جرګې ته په وینا کې د بلوڅ یکجهتي کونسل مشرې ماهرنګ بلوڅې هم وینا وکړه. هغې وویل چې په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو په ګډون له وړو قامونو سره ظلم کېږي، هغوی لادرکه کیږي او په سیمو کې یې پوځي اپریشونه کېږي چې له وجې یې د سیمې خلک اغېزمن کېږي.

بلوڅې وویل چې بلوڅ او پښتانه د سوله ایزې مبارزې له لارې خپل کار ته دوام ورکوي خو په بدله کې د دوی مشران نیول کېږي او یا هم وژل کېږي.

ماهرنګ وویل، "د پښتنو او بلوڅو رول ماډل علي وزیر د څو میاشتو راهیسې حکومت نیولی دی او یوه او بله بهانه یې د زندان موده زیاتوي."

د جرګې یوه برخه

د پاکستان حکومت د ماهرنګ بلوڅې د خبرو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې دا ډول تورونه رد کړی دي چې د وړو قامونو سره توپيري چلند کوي او یا په دې اساس هغوی نیسي او یا یې په سیمو کې پوځي عملیات کوي. د پاکستان پوځ او حکومت وایي په هغو سیمو کې هدفي عملیات کوي چې ناامني پکې ده.

د پي ټي اېم اروپا چارواکي وایي د ۱۱ اکتوبر جرګې د پرېکړو په ملاتړ کې دوی په غربي هېوادونو کې جرګې کوي ترڅو پر حکومت فشار واچوي چې د پښتون قامي عدالت پرېکړې عملي کړي.

د پي ټي اېم اروپا کوارډینټر مالک بازۍ مشال راډیو ته وویل تر دې وړاندې یې په امریکا کې جرګه کړې او د جرمني تر جرګې وروسته د اروپا په نورو هېوادونو کې هم د جرګو پلان لري.

بازۍ وویل "د جنورۍ پر ۲۶مه په برېتانیا کې جرګه کوو، د اروپا په نورو هېوادونو، امریکا، کاناډا او اسټرالیا کې هم د جرګو پلانونه لرو. زموږ هدف دادی چې د خیبر تاریخي جرګې د پرېکړو په عملي کولو کې ډایسپوره (بهرمېشتي) څه ډول مرسته کولای شي."