د تورخم لاره د مدني فعالانو او چارواکو ترمینځ تر مذاکراتو وروسته بیا پرانیستل شوې

د خيبر په لواړګي (لنډي کوتل) کې پر سړک ګاډي ولاړ دي ـ انځور له ارشيفه

د تورخم لاره د خیبر انتظامي چارواکو او د "نوجوانان قبایل" په نوم د ځوانانو د يو ځايي سازمان د غړو ترمينځ تر مذاکراتو وروسته بېرته پرانيستل شوې او مال لېږدوونکي ګاډي د افغانستان پر لوري روان شوي دي.

د نوجوانان قبایل سازمان غړو هغه لاره د مدني فعال او د سازمان د غړي ثواب نور شینواري د ګرفتارۍ پرضد د احتجاج په توګه تړلې وه.

د سازمان مشر اسرار احمد شینواری د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې که چارواکو د جنورۍ تر ۱۰مې پورې د لواړګي (لنډي کوتل) تاڼېدار مشر عدنان اپرېدی له هغې سيمې تبديل نه کړ نو تورخم ته تلونکی سړک بیا تړي.

د قبايلي ځوانانو د سازمان غړو دعوه وکړه چې د لنډي کوتل پولیسو یې د جنورۍ پر اتمه شپې مهال پر ملګري ثواب نور شينواري تشدد کړی او هغه يې بندي کړی دی.

د سازمان غړو وروسته د شینواري د ګرفتارۍ خلاف د جنورۍ پر نهمه سهار د تورخم لاره وتړله.

د هغه سازمان مشر اسرار احمد شینواري تور پورې کړ چې پولیسو دوه ورځې وړاندې پر مېچني پوسته افغانستان ته د مال لېږدوونکو ګاډو له ډرېورانو څخه په غیر قانوني توګه پيسې اخیستې او ملګري یې هغه مهال ویډیو جوړه کړې وه.

خو د لنډي کوتل تاڼېدار عدنان اپرېدي د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې ثواب نور شینواری له یو پولیس سرتېري سره د بحث پر وخت لاس او ګریوان شوی وو نو ځکه يې نیولی وو. اپرېدي پر هغه د تشدد خبره رد کړه او زياته يې کړه چې د جنورۍ پر اتمه شپې مهال یوې ځایي جرګې ته سپارلی او له بنده یې خوشې کړی وو.

مدني فعال ثواب نور شینواری پر ټولنیزو شبکو پر ځينو حکومتي تګلارو هم نيوکې کوي.