جنوبي وزیرستان: د درې مسیدو جرګې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی

په جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ ضد وخت په وخت جرګې شوي دي ـ پخوانی انځور.

د بر جنوبي وزیرستان درې مسیدو مشرانو د جرګې پر مهال پرېکړه کړې چې په هیڅ صورت په سیمه کې پوځي عملیات نه مني.

په ټانک کې د درې مسیدو مشرانو د جنورۍ پر ۱۰مه په جرګه کې په سیمه کې پر امنیتي حالاتو خبرې وکړې.

د جرګې ګډونوالو وویل چې د سیمې امنیت باوري کول د ریاست ذمه واري ده او له سیمې نه د خلکو ایستل یا د وسلوالو ضد پوځي اپریشن پیلول د مسلې حل نه دې.

د جرګې یو مشر ایډوکیټ شیرپاو مسید مشال راډيو ته وویل چې جرګې پرېکړه کړې چې هیڅ ډول اپریشن ورته د منلو وړ ندې او نه هم د سیمې اوسېدونکي کورونو پرېښودو ته تیار دي.

د جرګې یو بل مشر مولانا صالح شاه وویل په تېرو ۲۰ کالو کې تر اوسه امن نه دی راغلی او نه هم پوځي اپریشن یا د خلکو بې کوره کولو کومې نتیجې ورکړي دي. نوموړي وویل چې د خیبر پښتونخوا ګورنر او اعلا وزیر سره به په راتلونکي کې ملاقات کوي او خپلې ستونزې او دریځ به ورسره شریکوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ د ډزو پر مهال اکثر ولسي وګړو ته زیان اوړي. دوی وايي، د ناسم وضعیت له وجې له سختو ستونزو سره مخ دي.

دا هم وګورئ:

چارواکي وايي د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې ۸ تښتول شوي کارکوونکي یې له وسلوالو ازاد کړي ديد شمالي وزیرستان اوسېدونکي: پر یو کور د امنیتي ځواکونو توغندي لګېدو په پېښه کې ۳ تنه ژوبل شويجنوبي وزيرستان کې بمي چاودنو ۱ کس وژلی، ۸ ژوبل کړي ديد پاکستاني پوځ او وسله والو ترمنځ نښتو کې یو عسکر وژل شوی او ۲۹ ټپي شوي دي

د درې مسیدو جرګې څرګندونو په اړه پوځ او امنیتي چارواکو لا څه ندي ویلې، البته یو پوځي افسر څو ورځې مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسلوالو پرضد عملیات زیات کړي دي چې پر مهال یې د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

په تېرو وختونو کې هم د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او د بېلابېلو ضلعو خلکو ګیله کړې چې امنیتي ځواکونه یې د لټون عملیاتو پر مهال ځوروي. د بر جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونه تر وسلوالو بریدونو وروسته عام خلک ځوروي.

تر دې مخکې، د نومبر پر ۲۹مه امنیتي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د بنو په بکاخېلو کې یې په عملیاتو کې اته مشکوک وسلوال وژلي او پکې یې یو سرتېری هم وژل شوی دی.

خو تر هغو عملياتو وروسته ځايي ولس دوه ورځې احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې په غوړه بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده او يو کس پکې وژل شوی او دوه ژوبل دي.

البته د خیبر پښتونخوا ضلعي او امنیتي چارواکي ټینګار کوي د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.