د بلوچستان په پښتون مېشت ښار چمن کې په یوه چاودنه کې درې کسان زخمیان شوي دي.
په کوټه کې د بلوچستان پولیسو ویاند د جنورۍ پر لسمه په بیان کې وویل چې چاودنه د سیمې ریلګاډي تم ځای کې هغه وخت وشوه چې د سرحدي ځواک یو ګاډې له سیمې تېرېدی.
پولیس وايي په پېښه کې سرحدي عسکرو ته زیان نه دې رسېدلی او درې عام وګړي ژوبل شوي دي چې د چمن هسپتال ته وړل شوي دي.
د پولیسو په خبره لومړۍ پلټنې ښیي چې د سړک غاړې ته په یو موټر سایکل کې بارود اېښودل شوي وو چې په ریموټ کنټرول والوځول شول.
پولیسو د پېښې په تړاو لا څوک ندي نیولي او تر اوسه د حملې ذمه واري هم چا نده منلې.
دا هم وګورئ: بلوڅ وسلوالو په خضدار کې حکومتي ودانيو ته زيانونه اړوليبل خوا په یوه جلا پېښه کې د بلوچستان د خضدار په تحصیل زهري کې د اسسټنټ کمېشنر زهري خالد شمس پر موټر بمي چاودنه شوی ده.
د جنورۍ پر ۱۰مه د خضدار د ډپټي کمشنر یاسراقبال دشتي لخوا په یو بیان کې ویل شوي چې ښاغلی زهري د چشمې لیویزو چیک پوستې کتو لپاره ورغلی وو چې په واپسۍ کې یې موټر سره نږدې چاودنه وشوه.
په بیان کې ویل شوي په پېښه کې کوم ځاني زیان نه دې رسېدلی.
بلوچ بېلتون پالې ډلې د بلوچ لیبریشن ارمي (بي ایل اې) د دې پېښې ترڅنګ په بولان کې هم په سرحدي عسکرو د برید دعوی کړې ده.
خو د پاکستان د سرحدي عسکرو د ویاند له لوري په خپورشوي یو بیان کي ویل شوي دي چې د جنورۍ په ۹ مه د ناڅرګند وسله والو د برید هڅه یې ناکامه کړې ده.