د جنوبي وزیرستان درې مسید جرګه وايي پوځ ډاډ ورکړی دی چې په سیمو کې به یې عمليات نه کوي، خلک به نه بې کوره کوي او د ولسي وګړو پر کورونو به مارټر ګولۍ نه غورځوي.
د هغې جرګې يو مشر، مولانا صالح شاه د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ مشر، میجر جنرال مهر عمر خان نیازي سره یې په سره روغه کې وکتل او هغه یې غوښتنې ومنلې.
هغه وويل: "د قوم پينځه لویې مطالبې وې. پوځي جنرال راسره دا ومنلې چې د ضلعې په مسید علاقه کې به عمليات نه کوي. خلک به نه کډوالوي. له مکين څخه بې کوره شي کسان به بیرته خپلو کليو ته ستنوي. د ملکي خلکو پر کورونو به مارټر ګولۍ نه وولي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د څو غړيو (عالمزیب مسید، رحمت شاه، شاه فیصل غازي او جمال ماليار) پر ضد به اېف ای ار نه ليکل کېږي."
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ، عالمزيب مسيد د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې پوځ د درې مسيد جرګې سره د مذاکراتو په وخت د هغه او نورو ملګرو نومونه د ملاقاتیانو له لېسته ایستلي وو او اجازه یې ورنکړه چې له ځايي پوځي مشر سره وویني.
تر اوسه د پاکستان پوځ او د جنوبي وزیرستان انتظامیې په دې اړه څه نه دي ويلي. خو تر دې مخکې حکومت ويلي وو چې په بېلابېلو ځایونو کې یې پوځي هدفي عمليات پيل کړي.
دا تر هغې وروسته ده چې د بر جنوبي وزیرستان درې مسیدو مشرانو د جنورۍ پر ۱۰مه په ټانک کې د جرګې پر مهال پرېکړه وکړه چې په هیڅ صورت په سیمه کې پوځي عملیات نه مني.
د جرګې ګډونوالو وویل چې د سیمې امنیت باوري کول د ریاست ذمه واري ده او له سیمې نه د خلکو ایستل یا د وسلوالو ضد پوځي اپریشن پیلول د مسلې حل نه دې.
د جرګې یو مشر ایډوکیټ شیرپاو مسید مشال راډيو ته وویل چې جرګې پرېکړه کړې چې هیڅ ډول اپریشن ورته د منلو وړ ندې او نه هم د سیمې اوسېدونکي کورونو پرېښودو ته تیار دي.
د جرګې یو بل مشر مولانا صالح شاه وویل په تېرو ۲۰ کالو کې تر اوسه امن نه دی راغلی او نه هم پوځي اپریشن یا د خلکو بې کوره کولو کومې نتیجې ورکړي دي.
تر دې وروسته د جرګې مشرانو په سیمه کې د پوځي مشر سره وکتل.
دا هم وګورئ:
چارواکي وايي د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې ۸ تښتول شوي کارکوونکي یې له وسلوالو ازاد کړي ديد شمالي وزیرستان اوسېدونکي: پر یو کور د امنیتي ځواکونو توغندي لګېدو په پېښه کې ۳ تنه ژوبل شويجنوبي وزيرستان کې بمي چاودنو ۱ کس وژلی، ۸ ژوبل کړي ديد پاکستاني پوځ او وسله والو ترمنځ نښتو کې یو عسکر وژل شوی او ۲۹ ټپي شوي ديد درې مسیدو جرګې څرګندونو په اړه پوځ او امنیتي چارواکو لا څه ندي ویلې، البته یو پوځي افسر څو ورځې مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسلوالو پرضد عملیات زیات کړي دي چې پر مهال یې د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.
په تېرو وختونو کې هم د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او د بېلابېلو ضلعو خلکو ګیله کړې چې امنیتي ځواکونه یې د لټون عملیاتو پر مهال ځوروي. د بر جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونه تر وسلوالو بریدونو وروسته عام خلک ځوروي.
تر دې مخکې، د نومبر پر ۲۹مه امنیتي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د بنو په بکاخېلو کې یې په عملیاتو کې اته مشکوک وسلوال وژلي او پکې یې یو سرتېری هم وژل شوی دی.
خو تر هغو عملياتو وروسته ځايي ولس دوه ورځې احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې په غوړه بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده او يو کس پکې وژل شوی او دوه ژوبل دي.
البته د خیبر پښتونخوا ضلعي او امنیتي چارواکي ټینګار کوي د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.