د خيبر پښتونخوا د کاروباریانو اتحاديه وايي، د ناامنۍ، بجلۍ د کمښت او له افغاسنتان سره د تجارتي لارو بنديدو له امله د صوبې ۸۰ فيصدي کاروبار له منځه تللی دی.
د انجمن تاجران مشر حاجي افضل د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د بجلۍ د اوږدې دورانيي لوډ شیډنګ، ، ترهګري او د سرحدي لارو بندښت د دوی اقتصاد زښت اغیز من کړی دی.
ده وویل، دا مهال که ضم شوې ضلعې دي او که د صوبې نورې بندوبستي سیمې ، په هغو ټولو کې کاروبار د مکمل ختميدو په حال کې دی.
نوموړي زیاته کړه، "د خيبر پښتونخوا د کاروبار لویه سرچينه افغانستان سره په پوله سرحدي لارې دي ، خو دا مهال د ترهګرۍ او دواړو هيوادونو تر منځ د کړکیچ له امله دا لارې بندي پرتې دي."
حاجي افضل وویل، هر کاروباري کس ، سرمايه دار او حتا مزدوره طبقه هم پريشانه ده. د ده په وینا دا ځکه چې " دا وخت د دې حالاتو له وجې دا مهال زموږ تر ۸۰ فیصده زیاتې کارخانې بندې شوي دي."
د پاکستان او افغانستان ترمینځ ډیورنډ کرښه له ۲،۶۰۰ کیلومېټرو څخه زیات اوږدوالی لري چې پکې د دواړو هېوادونو ترمینځ د تجارت او تګ راتګ لپاره يوشمېر لارې تېرې شوې دي.
پخوا پر دې لارو ازاد تګ راتګ او تجارت کېده خو وروسته پاکستان پر دې کرښه اغزن تار ولګاوه او په ۲۰۱۶ز کال کې یې د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورټ لرل لازمي کړل چې ورسره هغه تجارت او تګ راتګ محدود شو.
د دواړو هېوادونو ترمینځ ځینې لارې تر دغو بندیزونو وروسته له کلونو راهیسې بندې پرتې دي خو پر ځینو یې لا هم تګ راتګ او تجارت دوام لري. په دې کې تر ټولو مهمه او مصروفه لاره د تورخم ده.
د باجوړ د سوداګرو خونې - چمیبر اف کامرس - مشر حاجي لالي شاه د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې د نوا پاس، او ګورسلو لارې هم بندې دي چې له وجې يې د مومندو او باجوړ ولس هم له بې روزګارۍ او اقتصادي سقوط سره مخ دی.
ده وویل، "زموږ د روزګار او کاروبار ټول دارمدار له افغاسنتان سره پر پولو وو ، بیا د معدنیاتو سره سره د کوکنارو فصل هم يوه زریعه وه ، د ضم کيدو سره اوس موږ کوکنار نه شو کرلای ، د معدنیاتو په درنګونو ګڼ شمیر لانجي روانې دي."
د خيبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د بې روزګارۍ د کمولو په موخه د ۲۰۲۴م او ۲۵م کال لپاره په کلنۍ بوديجه کې ۱۲ اربه ايښودي چې د يو لکو کسان لپاره به روزګار پیدا کوي>
د اقتصاد په برخه کې د اعلا وزیر علي امين ګنډاپور ځانګړي مشاور عبدالکريم خان مشال راډیو ته وويل چې دا مهال په موندو ، باجوړ ، جنوبي وزیرستان او خيبر کې په يو شمیر اقتصادي منصوبو لاس پورې کړې چې په لکونو د روزګار وسیلې به پيدا کړي.
ده وویل، "دا مهال په مومندو کې موږ اقصتاديي زون فعال کړی دی ، دغه زون ته مو۵۲ ميګا واټه بجلي ورکړې ده او هلته اوس کارخانې فعالې شوي دي ،په دغه زون کې ۳۰ کارخانې فعالې شوي دي او پيداوار يې هم پيل کړې دی او ۲۶ نورې کارخانې به راتلونکې څو میاشتو کې پيداوارپیل کړي."
عبدالکریم خان زیاته کړه چې په څه موده کې به په باجوړ کې هم يو سمال انډسټريل سټيټ رغولو باندې ابتدايي کار پيل شي.
د پا کستان شماریاتو د ادارې د رسمي اسنادو له مخې په تېر یو کال کې ۷۶۵ زره ځوانان بهر ته تللي دي.
اسناد ښيي چې په بهر تلونکو ۴۲۴۰۰۰ د پنجاب، ۲۰۶۰۰۰ د خیبر پښتونخوا او ۳۸۰۰۰ د نویو ضم شوو قبایلي ضلعو سره تعلق لرونکي بهر هيوادونو ته تللي دي.
، دا په داسې حال کې ده چې وار له مخه د ضم شويو ضلعو په لکونو کسان په منځني ختيځ کې روزګارونه کوي.