په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د امریکايي ولسمشرانو د لوړې مراسمو انځورونه

د ۱۹۲۵ز د مارچ څلورمه: په دې انځور کې د ولسمشر کیلوېن کولېج د دویمې لوړې تر مراسمو وروسته مل کاروان ګورئ. دا د امریکا د ولسمشر د لوړې لومړي مراسم ول چې په ژوندۍ بڼه له راډیو خپاره شول. نېږدې ۲۳ مېلیونه امریکایانو د ولسمشر وینا په ژوندۍ بڼه له راډیو واورېدله.
 

د ۱۹۲۹ز کال د مارچ پر څلورمه د ولسمشر هربرټ هوور د لوړې مراسمو ته ورغونډ شوي خلک. پخوا د امریکا د ولسمشر د لوړې مراسم د مارچ پر څلورمه کېدل، خو په ۱۹۳۳ز کال کې د ټاکنو او د ولسمشر د کار پيلولو ترمینځ د واټن کمولو لپاره په اساسي قانون کې بدلون وشو او د جنوري ۲۰مه د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو ورځ وټاکل شوه.
 

د ۱۹۳۳ز کال د مارچ څلورمه: ولسمشر فرینکلېن ډېلانو روزوېلټ تر لوړې وروسته له خپلې ښځې اېلېنور او زوی جېمز سره سپینې ماڼۍ ته ځي. نوموړی له ۱۹۳۳ز کاله تر ۱۹۴۵ز پورې په بېساري ډول څلور ځلې د امریکا ولسمشرۍ انتخابات وګټل. په ۱۹۵۱ز کال کې په اساسي قانون کې بدلون وشو او له هغه وخت راهیسې یو سیاستوال یوازې دوه ځلې ولسمشر کېدای شي.

ولسمشر هیري ټرومن د ۱۹۴۹ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه د لوړې په مراسمو کې وینا کوي. نوموړي یوازې یوه بشپړه دوره ولسمشر وو. هغه تر دې مخکې د ولسمشر روزوېلټ مرستیال وو او چې هغه په ۱۹۴۵ز کال کې مړ شو نو د اساسي قانون له مخې د لنډې مودې لپاره ولسمشر شو. 

د ۱۹۵۳ز کال د جنورۍ ۲۰مې د لوړې په مراسمو کې نومیالي کاوبوای مونټي مونټانا د خلکو د خندولو لپاره د ولسمشر ډوایټ ډي ایزنهاور ګردچاپېره پړی اچولی دی. ایزنهاور دوه ځلې د امریکا ولسمشرۍ انتخابات ګتلي ول. 

د ۱۹۶۱ز کال د جنورۍ ۲۰مې انځور: له امریکايي ولسمشر جان اېف کینېډي سره د هغه تر لوړې وروسته مل کاروان. کینېډي د ۱۹۶۳ز کال په نومبر کې ووژل شو. 

لېنډن بي جانسن د ۱۹۶۵ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه د لوړې پر مهال. دا د نوموړي د ولسمشر دویمه دوره وه ځکه چې هغه په ۱۹۶۳ز کال کې د کینېډي تر وژنې وروسته ولسمشر شو.

رېچرډ نېکسن (کیڼ لوري ته) د ۱۹۶۹ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه تر لوړې وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای له ولسمشر جانسن سره خبرې کوي. نېکسن دوه ځلې ولسمشر منتخب شو، خو په دویمه دوره کې له دندې ګوښه شو. 

جېرالډ ار فورډ له خپلې ښځې بېټي سره د امریکا د ۳۸م ولسمشر په توګه لوړه کوي. دا مراسم د ۱۹۷۴ز د اګست پر نهمه د ولسمشر نېکسن تر استعفا یوه ورځ وروسته په سپینه ماڼۍ کې وشول. 

د ۱۹۷۷ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه د لوړې د مراسمو یو ګډونوال ولسمشر جېمي کارټر ته لاس خوځوي. 

رونالډ رېګن او د هغه ښځه نینسي د ۱۹۸۱ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه د لوړې پر مهال ګډونوالو ته لاسونه خوځوي. رېګن دوه بشپړې دورې د امریکا ولسمشر وو. 

ولسمشر جارج بوش او لومړۍ مېرمن باربرا بوش د سوګند مراسمو ته ورغلیو کسانو ته لاس خوځوي. بوش د ۱۹۸۹ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه د امریکا د ۴۱م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ولسمشر بېل کلېنټن د سوګند پر مهال. ورسره یې ښځه هېلري او لور چېلسي هم ولاړ دي. کلېنټن دوه ځلې د امریکا ولسمشر پاتې شو - د ۱۹۹۳ز کال د جنورۍ ۲۰مې انځور

جارج ډبلیو بوش د ۲۰۰۱ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه د ولسمشرۍ لوړه وکړه. ورسره یې ښځه لارا، مرستیال ولسمشر ډېک چېني او د هغه ښځه هم ولاړ دي. بوش دوه ځلې د امریکا ولسمشرۍ دنده ترسره کړه. 

باراک اوباما د ۲۰۰۹ز کال د جنورۍ پر نهمه تر لوړې وروسته له ولسمشر بوش سره روان دی. اوباما هم د بوش په څېر دوه ځلې د امریکا ولسمشرۍ دنده ترسره کړه. هغه د امریکا لومړی تورپوستی ولسمشر وو. 

ډانلډ ټرمپ او د هغه ښځه مېلانیا ټرمپ د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه تر لوړې وروسته د سپینې ماڼۍ پر لوري روان دي. 

ولسمشر جو بایډن او لومړۍ مېرمن جېل د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ ۲۰مې د لوړې تر مراسمو وروسته د سپینې ماڼۍ پر پوړیو ولاړ دي.

ټاکل شوې چې منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلې دندې لوړه وکړي. موږ په دې انځوریز البوم کې په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د امریکا د ولسمشرانو د لوړې مراسمو ته کتنه کړې ده.