ایمنسټي انټرنېشنل: ښايي په پاکستان کې پر " کنټرول شوو ډيجيټل رسنيو" د حکومت ګرفت نور هم زيات شي

نړیوال سازمانونه پاکستان یو له هغو هیوادونو بولي چې رسنۍ یې ازادې نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان قامي اسمبلۍ د جنورۍ پر ۲۳ مه پيکا ۲۰۲۵ ترميمي بل په دروند اکثريت سره منظور کړ.

د بخښنې نړيوال سازمان خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د برېښنايي جرمونو د مخنیوي په قانون "پيکا" کې بدلونونه به کېدای شي دا قانون نور هم سخت کړي.

دا خبره د بخښنې نړيوال سازمان د جنوبي اسيا څانګې مرستيال مشر بابو رام پېنټ د جنورۍ پر ۲۴ مه پر اېکس پاڼه په يو بيان کې کړې ده.

نوموړي خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان د سایبر جرمونو په قوانینو کې وروستي وړاندیز شوي بدلونونه که عملي شول نو کېدای شي چې په پاکستان کې له وړاندې پر "کنټرول شوو ډيجيټل رسنيو" د حکومت ګرفت نور هم زيات شي.

دا هم وګورئ: خپلواک وي پي اېن څه ته وايي او پاکستان ورباندې ولې بندیزونه لګوي؟

دا په داسې حال کې ده چې یاد بل د جنورۍ پر ۲۵مه سېنېټ ته وړاندې کړل شو او هلته پرې اپوزېشن ګوندونو او خبریالانو تود احتجاج وکړ.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د اپوزيشن ګوندونو لخوا سخت احتجاج وشو او شعارونه ورکړل شو. په عین وخت کې خبريالان هم د سېنېټ غونډې پرمهال له پریس ګېلرۍ ووتل.

د قانون وزیر اعظم نزير تارړ، وويل، "اپوزيشن ته پکار ده چي پارليماني کار وکړي، د پارلمان کارروايي متاثره نکړي بلکې دا مسوده وګوري."

نوموړي زیاته کړه چې د دې قانون هدف یوازې "د دروغجنو خبرونو لارې نيول دي."

په اسلام اباد کې خبريال فخر يوسفزي وايي چې پر ده دوه کاله مخکې د پيکا قانون له مخې مقدمه درج شوې ده او ژوند یې ور اغېزمن کړی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان قامي اسمبلۍ د جنورۍ پر ۲۳ مه پيکا ۲۰۲۵ ترميمي بل په دروند اکثريت سره منظور کړی وو.

پاکستان تحرک انصاف او جميعت علما اسلام (ف) د بل مخالفت وکړ.

د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلستس په ګډون د خبريالانو يوشمېر سازمانونو د دغه بل غندنه کړې ده.

دې تنظيمونو په خپلو بيانونو کې دغه ګام د اظهار د ازدۍ لپاره خطر بللی دی.

د مسلم لیګ نون وفاقي حکومت وايي په ياد ترميمي بل کې دا خبره هم شته چې د ټولنيزو رسنيو د خونديتوب او انتظام اداره به جوړوي او دغه راز څوک چې د درواغو خبر خپور کړي نو ورته به د ۳ کالو د بند يا ۲۰ لکه روپيو جرمانې سزا ورکول کيږي.