بنو کې په وسلوال برید کې ۱ سرتېری وژل شوی

 په خیبرپښتونخوا کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي چې پرضد يې لاریونو شوي دي. پخوانی انځور

د خیبرپښتونخوا امنیتي چارواکي وايي چې د بنو په دریوبه سیمه کې د ملیشا ځواکونو پر پوستې ناپيژندو وسلوالو برید کړی چې پکې یو سرتېری وژل شوی دی.

د بکاخېلو تاڼې او د استخباراتي ادارو چارواکو چې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، د نومونو نه ښوولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۲۷مه شپې مهال شوي دې برید کې پینځه سرتېري ټپیان هم دي. د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په خیبرپښتونخوا کې له يوې مودې راهیسې وسلوال بریدونه زیات شوي دي چې پکې ولسي وګړي او امنیتي ځواکونه په نښه کېږي.

د ډېسېمبر پر ۳۱مه هم په بنو کې په یو برید کې شپږ پوليس سرتېري ژوبل شوي ول. د پولیسو په وینا دا برید هغه مهال وشو چې د ګزمې یو ګاډی یې له سرای نورنګ سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.