د سوریې چارواکیو د لویدیځ لاتاکیا ولایت کې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د وفادارو پرضد پوځي عملیات پای ته رسولي دي. دې جګړې څو ورځې دوام وکړ او په نتیجه کې یې د اسد د پلوي علوي اقلیت شاه وخوا ۱۰۰۰ ملکي وګړیو په ګډون له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې ویلې چې د ډیرو وژنو ذمه وار امنیتي ځواکونه دي. روان تاوتریخوالي په ټوله سوریه کې ټکانونه راپارولي دي.
د سورې اقلیتونه یا لږکي په تمه وو چې د اسد واکمني به نسکوره شي او د نوي پیل سره به د هیواد د متنوع ټولنې ساتنه وشي. که څه هم نوي واکمنانو د قامي او مذهبي اقلیتونو د ساتنې ژمنه کړې ده خو د شمال لویدیځ ښار لاتاکیا کې د نښتو په ترڅ کې د دوو ارمنیانو د وژنې راپور د کوچني عیسوي اقلیت د غړیو ویره ډیره کړی ده.
دا هم وګورئ: په شام کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې "په نښتو کې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي" دي
په کال ۲۰۱۱ م کې د کورنۍ جګړې له پیل څخه مخکې، اټکل کیده چې په سوریه کې له ۱۰۰،۰۰۰ څخه ډیر ارمنییان شتون لري. د ارمنستان حکومت اوس په دې باور دی چې له ۶۰،۰۰۰ څخه ډیر ارمینايي وګړي ارمینیا او نورو خوندي ځایونو ته کډه شوي دي خو ۳۰،۰۰۰ په ارمینیا کې پاتې دي.
د مشال راډیو د خبر له مرکزي څانګې سره په خبرو کې ځینو ارمینیانو ویلي چې د حکومتي ځواکونو او علوي اقلیت تر مینځ له نښتو وروسته دوي له ارمینیا څخه د بهر وتلو یا په بهر کې له چا سره د تماس نیولو لپاره ویره لري.
دا هم وګورئ: په شام کې د زیات شوي تاوتریخوالي تر شا څوک دي؟دوي زیاتوي چې ځواکونه له ټینکونو سره کلیو ته ورننوتي او نه دي خبر چې تر اوسه څومره خلک وژل شوي دي.
بلخوا د مارچ پر ۱۰مه نیټه له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې، د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع وویل چې د علویانو ډله ییزو وژنو د سوریې د یووالي لپاره د هغه هڅې له ګواښ سره مخ کړی دی.
نوموړي هوډ تکرار کړ چې که د قتل عام ذمه وار یې خپل متحدین هم وي، سزا به ورکوي.