امريکا او پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو (کيڼ) او د پاکستان مرستیال وزيراعظم اسحاق ډار (ښی) د اپرېل پر اوومه ټېلېفوني خبري وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو (کيڼ) او د پاکستان مرستیال وزيراعظم اسحاق ډار (ښی) د اپرېل پر اوومه ټېلېفوني خبري وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د پاکستان مرستیال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دواړو هېوادو ترمينځ له ترهګرۍ سره د مبارزې او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر اوومه پر خپله ووبپاڼه په خپاره کړي بيان کې د هغه وزارت د ویاندې ټامي بروس له خولې ليکلي دي چې د ټېلېفوني مکالمې پرمهال روبیو د پاکستان مننه وکړه چې د اسلامي دولت يا داعش د خراسان څانګې غړی محمد شريف الله يې ونيو او امريکا ته يې وسپاره.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ پر څلورمه د کانګرس د دواړو جرګو ګډې غونډې ته په وینا کې وويل چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۲۶مه د کابل له هوايي ډګر دباندې په دوو ځانمرګو بريدونو کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژنې "عامل" نیول شوی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت بيان زياتوي چې دواړو چارواکو د امريکا له لوري پر پاکستان د متقابلو ګمرکي محصولاتو (تعرفو) پر موضوع بحث وکړ او زياته يې کړه چې څنګه د يوې "عادلانه او متوازنې" سوداګرۍ پر لور پرمختګ وشي.

ډانلډ ټرمپ د اپرېل پر دويمه د پاکستان او اروپايي ټولنې په ګډون پر خپلو سوداګریزو شریکانو "متقابلې تعرفې یا ټیکسونه" وضع کړل.

د بيان له مخې، مارکو روبيو د پاکستان د مهمو معدنو په برخه کې د همکارۍ امکانات ياد کړل او د امريکايي شرکتونو لپاره يې د سوداګريزو فرصتونو د پراخولو لېوالتيا څرګنده کړه.

دا هم وګورئ:

د امریکې کانګرس ۲ غړو د پاکستان پر سرلښکر د بندیز غوښتنه وکړهپاکستان او د طالبانو حکومت له ولسمشر ټرمپه څه هیلې لري؟د ټرمپ د نويو تعرفو اعلان پاکستاني سوداګر اندېښمن کړي دي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم د روبيو او ډار د ټېلېفوني خبرو په اړه په خپاره کړي بيان کې د مارکو روبيو په حواله ليکلي دي چې د دواړو هېوادونو تر مينځ به اقتصادي او تجارتي همکاري د راتلونکو اړیکو یو مهم ټکی وي.

بيان زياتوي چې دواړو مشرانو د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړې او روبيو په افغانستان کې د پاتې امریکايي پوځي تجهیزاتو "د ستونزې د هوارولو اړتیا" ومنله.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د جنورۍ پر ۲۹مه دعوه وکړه چې په افغانستان کې د امریکايي وسلو موجودیت يې امنیت په خطر کې اچولی دی.

بلخوا وروستيو کې د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم ويلي ول چې هغه به له افغانستان څخه امريکايي وسلې بېرته خپل هېواد ته راوړي.