د امريکې د کانګرس دوو غړو په يو وړاندې کړي بیل کې د پاکستاني پوځ پر مشر، جنرال عاصم منير د جمهوريت د ځپلو تور پورې کړی او پر هغه یې د ځينو بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده.
د ريپبليکن ګوند جو وېلسن او د ډېموکرېټ ګوند جيمي پنېتا پر خپلو اېکس پاڼو ليکلي چې دا بیل یې په پاکستان کې د جمهوريت قوي کولو لپاره د مارچ پر ۲۴مه کانګرس ته وړاندې کړ. په بيل کې راغلي چې جنرال عاصم منير د پاکستان د مخکيني وزیراعظم او د تحريک انصاف بنسټګر عمران خان په ګډون ګڼ سیاسي مخالفين په جيلونو کې اچولي نو ځکه دې پر نوموړي د ۱۸۰ ورځو لپاره د امريکا هغه قانون عملي شي چې پر بهرنيو سرغړوونکو یې د ځينو نورو بندیزونو تر څنګ امريکايي وېزه بندېږي.
تر اوسه پورې د پاکستان پوځ او حکومت د دې بيل په اړه څه نه دي ويلي.
عمران خان د ۲۰۲۳م کال راهیسې د درغليوو په قضيو کې بندي دی. تحريک انصاف پر هغه لګېدلي تورونه ردوي او سیاسي سازش یې بولي.
د امريکا د قانون له مخې کله چې د کانګرس یو غړی بیل وړاندې کړي نو هغه بیا اړونده کمېټې ته ځي. که له هغه ځايه هم منظور شي نو بیا پرې رايه اچول کېږي او که ډېرې رایې یې واخیستې نو سېنېټ ته ځي. هلته تر منظورېدو وروسته ولسمشر ته د لاسليک او قانون کېدو لپاره ورځي.