د عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) مشر او سېنېټر اېمل ولي خان په خیبر پښتونخوا کې د خراب امنیتي وضعیت په اړه د پارلېمان د دواړو جرګو – قامي اسمبلۍ او سېنېټ – د ګډې غونډې وربللو غوښتنه کړې ده.
د ګوند مرکزي ویاند احسان الله خان د سېپټېمبر پر ۲۱مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې اېمل ولي خان له حکومته غوښتي دي چې د پارلېمان ګډې غونډې ته دې د امنیتي ادارو په ګډون د نورو اړوندو ادارو چارواکي هم وروبولي.
نوموړي په بیان کې دعوه کړې ده چې د خیبر پښتونخوا "نیمايي" برخې "عملاً د ترهګرو تر واک لاندې" دي او "د ډېره اسماعیل خان په ګډون زیاترو جنوبي ضلعو" ته څوک "شپې مهال" ورتللای نه شي.
د عوامي نیشنل ګوند مشر دعوه کړې ده چې حکومت او امنیتي ادارې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي نو ځکه دې د پارلېمان په ګډه غونډه کې له "امنیتي ادارو څخه ځواب وغوښتای شي."
هغه د چا نوم نه دی اخیستی خو زیاته کړې یې ده چې پر ځای د دې چې پولیس وهڅول شي، د هغوی "د روحیې کمزوري کولو" هڅې کېږي.
دا هم وګورئ:
په بنو کې وسله والو د پولیسو یو استخباراتي چارواکی په هدفي برید کې وژلی دیشمالي وزیرستان او لکي مروت کې په بېلا بېلو پېښو کې ۴ کسان وژل شويجنوبي وزيرستان کې ۶ پوځيان وژل شوي، ۱۰ ژوبل ديپه خیبر کې د "امن پاڅون" په نوم جلسه کې زرګونه کسانو ګډون کړیسېنېټر اېمل ولي خان دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په قبایلي او یوشمېر جنوبي ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې خلکو احتجاجي ناستې، لاریونونه او جرګې کړې دي.
د سېپټېمبر پر ۲۰مه وسلوالو په بنو او شمالي وزیرستان کې د یو استخباراتي افسر په ګډون دوه تنه وژلي او درې ژوبل کړي ول. پر هم هغه ورځ په جنوبي وزیرستان کې د پوځ پر یوه پوسته په وسلوال برید کې شپږ پوځیان ووژل شو او ۱۰ نور ژوبل شو.
تر هغې یوه ورځ وړاندې په لکي مروتو کې وسلوالو د پوځ یو پخوانی صوبېدار وویشت. د هغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه.
په عین حال کې پوځ د سېپټېمبر پر ۲۰مه ادعا وکړه چې د سېپټمبر پر ۱۹مه یې په شمالي وزیرستان کې اووه مشکوک وسلوال وژلي دي.
د پاکستان حکومت او پوځ بیا بیا ټینګار کوي چې امنیت ته ژمن دي او سرتېري د وسلوالو خلاف په عملیاتو کې قربانۍ ورکوي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.
نوموړي وویل چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پکې ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.
هغه وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.