علي‌ امين ګنډه پور: د اسلام اباد پولیس دې د پښتنو نيول او ځورول ودروي

علي امين ګنډه پور د نومبر پر ۲۷مه په مانسهره کې جلسې ته وینا کوي.

د خيبر پښتونخوا اعلا وزير د پاکستان له وزيراعظمه غوښتنه کړې ده چې په سرښار اسلام اباد کې دې د پښتنو مزدورانو د نيولو او ځورولو لړۍ ودروي.

علي امين ګنډه پور د ډېسېمبر پر څلورمه شهباز شريف ته په استولي ليک کې له پښتنو سره د "نسلي یا توکمیزې توپیرپالنې" او د هغوی د "بې جوازه ګرفتاريو" په اړه اندېښنه ښوولې ده.

نوموړي ویلي چې پښتانه وار له مخه جنګونو او ترهګرۍ ځپلي او د بې کورۍ په نتيجه کې اسلام اباد ته تللي چې زياتره يې هلته مزدوري کوي.

ګنډه پور په خپل ليک کې ويلي چې د پښتنو پرضد د اسلام اباد پوليسو روانې کاروایۍ په ټولنه کې د "بېلتون او تقسيم خطر" زېږوي او د وفاق "يووالي" ته زيان رسوي.

په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم په اسلام اباد د "عامو پښتنو" پر نيول کېدو "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده.

کمېشن د ډېسېمبر پر څلورمه پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې کې د اسلام اباد پر پولیسو غږ کړی دی چې له داسې هر ډول کړنو ډډه وکړي چې په هېواد کې د مېشتو بېلابېلو ټولنو ترمينځ "تفرقه" پیدا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۶مه په اسلام‌ اباد کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) تر احتجاجي لاریون وروسته پوليسو د هغه ګوند په پلوۍ د "ناقانونه احتجاج" او تاوتریخوالي په تور سلګونه پښتانه نيولي چې زياتره يې مزدوران دي.

ګنډه پور په خپل لیک کې له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې هغه کسان دې خوشې کړي او نور دې نه ځورول کېږي.‌

د نيول شويو کسانو وکيلې ايمان زینب مزارۍ د ډېسېمبر پر درېيمه مشال راډيو ته ويلي ول چې پوليس "توپيري چلند" کوي او د اسلام اباد په بېلا بېلو سيمو کې د پښتنو او افغانانو پر کورونو او کارځايونو چاپې وهي.

د هغې په وينا، پر دې سربېره چې زیاتره پښتانه مزدوران او بې وزله دي، پولیس یې له بازاره ګرفتاروي.

خو د اسلام‌ اباد د پولیسو ویاند جواد احمد بيا د ایمان مزارۍ تورونه رد کړي او وايي چې په پلازمېنه کې پولیس له هېچا سره توپيري چلند نه کوي. البته هغه منلې چې ۳۷ افغانان یې نيولي‌ دي.

د نومبر پر ۲۶مه په اسلام‌ اباد کې د پاکستان تحریک انصاف د احتجاجي لاریون پر مهال د کورنیو چارو وزير محسن نقوي او د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ په خبري غونډه کې دعوه کړې وه چې له لاریون څخه یې افغانان او داسې پښتانه نیولي دي چې په "تشدد" کې ښکېل ول.

خو ایمان مزارۍ وايي عدالتونو ته له وړاندې شويو ګرفتارو کسانو معلومېږي چې هغه افغانان او پښتانه د لاریون برخه نه ول، بلکې پولیسو له خپلو کارځایونو او کورونو څخه نیولي دي.

د تحريک انصاف غړو او پلویانو د ګوند د بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان په امر په اسلام اباد کې احتجاج کاوه چې د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو یې پر ضد عمليات وکړل چې پکې يې يوشمير ونيول او نور يې له اسلام اباده یې وشړل.

د نومبر پر ۲۵مه د کورنيو چارو وزير محسن نقوي دعوه کړې وه چې د تحريک انصاف مظاهرچيانو له پولیسو سره اخ و ډب کړی چې پکې څلور امنيتي سرتېري وژل شوي نو ځکه د سلګونو کسانو پر ضد مقدمې جوړې شوې دي.

خو د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړو د ډېسېمبر پر دويمه په بحث کې دعوه کړې وه چې د اسلام اباد د احتجاج په وخت له ۱۲ زيات کسان وژل شوي دي.

وفاقي حکومت دا دعوه ردوي او ټینګار کوي چې پولیسو او امنیتي سرتېرو یوازې "ناوژونکې وسلې" کارولې دي.