د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي ای په اسلام اباد کې احتجاج پای ته رسولی دی


پوليسو د نومبر پر ۲۶مه پر احتجاج کوونکو اوښلن ګيس وکاراوه.
پوليسو د نومبر پر ۲۶مه پر احتجاج کوونکو اوښلن ګيس وکاراوه.

پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) وايي، په سرښار اسلام اباد کې یې هغه احتجاج پای ته رسولی چې پر مهال يې امنيتي ځواکونو ورباندې "سخته کاروايي" وکړه.

د پي ټي ای وياند شيخ وقاص اکرم د نومبر پر ۲۷مه رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د ګوند د بنسټګر او د پاکستان د پخواني وزيراعظم، عمران خان د خوشې کولو "غږ یې نړۍ واورېد."

بلخوا د اسلام اباد پولیسو رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي دي چې شاوخوا ۵۰۰ مظاهرچيان یې د "ناقانونه احتجاج" او له پولیسو سره د "نښتو" په تور نيولي دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پي ټی ای پلويانو د عمران خان د خوشې کولو لپاره د نومبر پر ۲۴مه احتجاج پيل کړ او د نومبر پر ۲۶مه د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير علي امين ګنډه پور او د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي په مشرۍ زرګونه احتجاجیان اسلام اباد ته داخل شول او د جمهوریت څلورلارې (ډېموکراسي یا ډي چوک) ته يې ځان ورساوه.

په جمهوريت څلورلاره کې د پاکستان د پارلېمان او سپريم کورټ يا ستر عدالت ودانۍ او يوشمېر نور مهم دفترونه دي او حکومت هغې ساحې ته تلونکې لارې په کنټېنرو تړلې وې.

وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اسلام اباد امنيت پوځ ته وسپاره. د نومبر پر ۲۶مه مازيګر مهال پوځ او پوليسو د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل او هغوی يې له ډي چوک څخه په شا وتمبول. پولیسو په هغه ځای کې د مظاهرچیانو پر ضد اوښلن ګيس هم وکاراوه.

د تحریک انصاف مظاهرچیانو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:33 0:00

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د نومبر پر ۲۶مې شپې مهال په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل چې د احتجاج مشران، د خیبر پښتونخوا اعلاوزير علي امين ګنډه پور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي "پټ شوي" او "تښتېدلي" دي.

خو نوموړي دا و نه ويل چې هغوی چېرې تللي دي. "يو يا دوه کسان نه دي. زه اوس تاسو ته د علي امين [ګنډه پور] او بشرا [بي بي] د نيول کېدو په اړه څه نه شم ويلی. خو هغوی او ګڼ نور تښتېدلي دي. موږ یې پر ضد مقدمې درجوو. تاسي به یې په اېف ای ار (د پلټنو لومړني راپور) کې نومونه ووينئ."

نقوي ادعا وکړه چې د پي ټی ای د احتجاج پر مهال د رېنجرز ځواک درې سرتېري او يو پوليس وژل شوي دي، نو ځکه يې د هغه ګوند پرضد کاروايي کړې ده.

بلخوا تحريک انصاف دا تور ردوي او خبریالانو ته یې په لېږدول شوې اعلاميه کې دعوه کړې ده چې له پولیسو او امنیتي ځواکونو سره یې په اخ و ډب کې اته احتجاجیان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ ویلي دي چې وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر په ګډون یوشمېر وزیرانو او پوځي چارواکو او سرتېرو په مظاهره کې د وژل شویو سرتېرو جنازې کړې دي.

د وزیراعظم شهباز شریف (له ښي لوري درېیم) او د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر (له ښي لوري څلورم) په ګډون ملکي او پوځي چارواکي په مظاهره کې وژل شویو سرتېرو ته دوعا کوي - د نومبر ۲۶مې انځور.
د وزیراعظم شهباز شریف (له ښي لوري درېیم) او د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر (له ښي لوري څلورم) په ګډون ملکي او پوځي چارواکي په مظاهره کې وژل شویو سرتېرو ته دوعا کوي - د نومبر ۲۶مې انځور.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۲۶مه په بیان کې ویلي دي چې وزیراعظم شهباز شریف د نومبر پر ۲۶مه د راولپېنډۍ د چکلالې په چاوڼۍ کې د جنازې پر مهال وویل چې "تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی" او باید "وغندل" شي.

اخوا د بخښنې نړيوال سازمان (ايمنسټي انټرنیشنل) د نومبر پر ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې د پاکستان پر حکومت د مظاهرچيانو پر ضد د تشدد کولو پر سر نيوکه کړې ده.

هغه سازمان ويلي دي چې مظاهرې د هر چا "حق" دی او باید حکومت له تاوتريخوالي او تشدد څخه "ډډه" وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه نیول شوی وو، خو سپريم کورټ د هغه ګرفتاري غیر قانوني ګرځولو وروسته نوموړی خوشې کړی وو.

تر هغه وروسته عمران خان د همهغه کال په اګست مياشت کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډياله زندان کې بندي دی.

وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.

عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي انګېزه لري.

XS
SM
MD
LG