امير خان متقي له امريکايي چارواکو سره خبرو لپاره قطر ته ځي

متقي د ناروې په يوه غونډه کې - انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د روانې میاشت په پای کې له امريکايي چارواکو سره د خبرو لپاره قطر ته ځي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جولای پر ۲۷مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې وویل چې د متقي‌ په مشرۍ د طالبانو پلاوی به له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې اترې وکړي.

د هغه په وينا، متقي به پر طالبانو د بنديزونو او تورو لېسټونو ختمولو، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادولو او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض خبرو ته لومړیتوب ورکوي.

د متقي د دې سفر په اړه کره نېټه نه ده ښوول شوې. د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۲۶مه په په یو بیان کې ويلي ول چې د افغانستان لپاره د امریکا دوه ځانګړي استازي له طالبانو او یوشمېر نورو افغانانو سره د خبرو لپاره قازقستان او قطر ته روان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري به په دوحه کې د طالبانو له استازو سره بحثونه ولري. دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې يو ځل بیا امريکايي‌چارواکو ويلي‌ چې طالبان باید په افغانستان کې د ښځو پر تعليم او کار بندیزونه ليرې کړي.

دا هم وګورئ: جیک سلیوان: هڅه کوو چې طالبان ژمنې پوره او افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نشي

تېره اوونۍ د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو چارو کمېټې مشر مايکل مېککال له طالبانو سره د امريکايي‌چارواکو پر ملاقاتونو نيوکې کړې وي. هغه په دې اړه د بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن ته يو خط استولی وو.

مېککال په لیک کې پر امريکايي چارواکو نيوکې کړې چې په وينا یې د طالبانو د "استبدادي حکومت" له چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

هغه غوښتنه کړې ده چې امريکايي چارواکي بايد له طالبانو سره راشه درشه ودروي. تر اوسه واشنګټن په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د افغانستان حکومت په زور نیولی دی او پر ښڅو یې د تعليم او کار تر څنګ ګڼ نور بندیزونه لګولي دي. په يو وروستي اقدام کې یې سینګارتونونو ته هم د اګست تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی دی چې ورسره به هغه وتړل شي او له کبله یې د زرګونه ښځو بې کاره کېدو خطر پیدا شوی دی.

طالبانو د دغو بندیزونو د نرمولو لپاره د ملګروو ملتونو، د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان او اروپايي ټولنې غوښتنې رد کړې دي. طالبان وايي، دا یې داخلي مسايل دي. ملګرو ملتونو ټينګار کړی چې که طالبان دا بندیزونه لیرې نه کړي، هېڅ هېواد به یې حکومت په رسميت و نه پېژني.